شیرزی لوبغالی که د جنازو ډګر

 
د نن نه څوارلس کاله وړاندې په ننګرهار ولایت کې پرته د سراج العمارات بڼ څخه کوم داسې خاص د تفریح او لوبو لپاره ځای وجود نه درلوده .
کله به چې د چا کور ته دوستان د نورو ځایونو څخه راتلل نود چکر لپاره به یې د بهسودو پل  او یابه یې د سراج العمارت بڼ ته د لپاره وړل او خپل وخت به یې تیروه خو د کله نه چې د حامد کرزی په مشرۍ نوی حکومت رامنځ ته شو د متحده ایالاتو د ولایتي ټیمونو لخوا په اکثره ولایتونو کې بازسازي شروع شوه چې یو هم ننګرهار و .
په ننګرهار کې زیات والیان تیر شوي خو د ننګرهار د ښکلا او ښایست لپاره یې څرنګه چې لازم وه هغسې کار ونکړ ولې له کله نه چې ګل اغا شیرزی د ننګرهار والي شو نو د ننګرهار بڼې ته یې د هرنګاه نه تغیر ورکړ په ننګرهار کې سړکونه اکثره خام وه د ښار نظم د ښار په ډول نه وه د تفریح لپاره مناسب پارکونه وجود نه درلوده ، نو همدې شیرزي هلې ځلې شروع کړې بلاخره په ننګرهار ولایت کې د تفریح او چکر لپاره ځیني پارکونه او لوبغالۍ جوړ کړل چې د هغې له جملې نه یو هم د شیرزی لوبغالۍ ده پدې لوبغالۍ که به خصوصاً د جمعې په ورځ به ډیرۍ خلک د تفریح لپاره راتلل  خپلو ماشومانو سره به یې خوشحاله وخت تیروه د ولایتونو په کچه به د فوټبال سیالۍ ترسره کیدې  لنډه داچې دا ځای د ننګرهاریانو لپاره د مختلفو خوشحالیو د لمانځلو ځای وه دلته به د استقلال ورځ په ساز اوسرود سره لمانځل کیدله د ولسوالیو نه به خلک  په ډیر خوښې دلته د جشن د لمانځلو لپاره راتلل دې بڼ نه یواځی داچې خلکو ته به یې خوشحالیانې ورکولې بلکې د یوڅو کورونو  د نفقې د پیداکولو وسیله هم وه .
پدې لوبغالۍ کې به یو تعداد ننګرهاریانو د خپل د ماشومانو د نفقې د پیداکولو لپاره سهار راتلل او ماښام به د یو څو روپو سره خپل کورونو ته تلل او هغوی ته به یې یو څه د ځان سره وړل ، دې لوبغالۍ خلکو کې د مطالعې شوق او ذوق پیداکړ اکثره وخت به دلته د مختلفو خصوصي او دولتې پوهنتونونو او ښونځیو شاګردان او محصلین به د مطالعې لپاره په ډیر شوق او ذوق راتلل او خپله مطالعه به یې کوله چې نور زده کوونکې به هم تشویق کیدل او دلته به د درس لپاره راتلل ننګرهاریانو به پدې لوبغالې فخر کوه او د نورو ولایتونو خلکو ته به یې ویل چې مونږ داسې میدانونه لرو خلص داچې ننګرهاریان د نورو پیشرفته ولایتونو کوم چې والیانو پکې ښه ښه کارونه کړي وه سیال شو .
دالوبغالۍ به د ننګرهاري ځوانانو د خوږو خوږو مجلسونو ځای وه اکثره وخت به ځوانان سره راټول شول او خپل دزړه درد احساس نظریات او تجارب به یې د نورو دوستانو سره شریکول ادبې بنډارونه به کې ترسره کیدل مختلف سپورتې سیالۍ به پکې کیدي .
ولې د شیرزی د تګ نه وروسته د ننګرهار بڼه دغه ګلورینه څپه مخ په چپه کیدو شوه هغه خوشحالیانې د جشنونو لمانځل د سپورتې سیالیو ترسره کیدل د مختلفو بنډارونو جوړول هرڅه له منځه لاړل اوس د غه لوبغالۍ د ننګرهاریانو د جنازو ډګر ګرځیدلی ده اوس دلته د ننګرهاریانو جنازې ترسره کیږي دا لوبغالۍ نور د خوشحالیو لوبغالۍ نده دا اوس ویرونو او غمونو کور ګرځیدلی ده ددې میدان نه اوس د ننګرهاریانو کرکه راځي دلته وحشت خپور ده دلته تیارې دي او س د بې ځایه شوو ، غم ځپلو ننګرهاریانو د خوراکې مواد د ویش مرکز ګرځیدلې ده دلته هر څه بدل شوي دې هغه خوندونه له منځه تللي دي .
د یو اباد سوکاله شین او همیشه بهار ننګرهار په هیله