
دا چې پدې شپو او ورځو کې د جبهو او شوراګانو بازار ګرم ده او هر څوک کوښښ کوي چې په یونوم نه په یونوم ټولنه، شورا یا جبهه جوړه کړي. او خلکو ته داوښایې چې نوموړی شورا یا جبهه د خلکو دغو ښتنودتحقق لپاره رامنځ ته کړیده ده او د موجوده حکومت په مقابل کې د خلکو د حقوقو څخه دفا ع کوي . خو په افغانستان کې تاریخ دا ثابته کړیده څوک چې په حکومت کې شامل وي هغه حکومت کامیاب ده ولې کله چې بیا د حکومت د صحنې څخه د باندې شو نو بیا دداسې یو حرکت په فکر کې وي تر ځو د هغې په واسطه موجوده حکومت ضعیف ناتوان ا و د قانون ماتوونکې معرفي کړي ، دلته لویه ستونزه د بالغو احزابو نشتون ده اکثره مونږ او تاسو دټاکنو په وخت کې ګورو چې یو تعداد افراد په پراګنده ډول د یو نوماند تر شاه ودریږي او د هغې ملاتړ کوي کله چې نوموړي نوماند ټاکنې وګټلې نو دهغې هغه پراګنده ټیم د نوموړي څخه د چوکیو غوښتنه کوي . که په واقعي ډول دې مسلې ته نظر وکړو د نوماند د ملاتړ کوونکو تعداد سخت زیا ت وي ولې د چوکیو تعداد په هغه اندازه نده کوم چې د نوماند ملاتړ کوونکې یې تقاضا کوې نو په پایله کې یوتعداد افراد د وړتیا په اساس په حکومت کې جذبیږي او یوتعداد نور د حکومت څخه د باندې پاتې کیږي چې بلاخره د شوراګانو او جبهود تاسیس په فکر کې کیږي او په موجوده حکومت یو ډول فشار اچوي ترڅو دوي خپل شخصي غوښتنې په حکومت ومنې او حکومت دیته وادار کړي ترڅو ددوی غو ښتنو ته لبیک ووایې . په نورو هیوادونو کې قوي حزبي سیتم وجود لري د ټاکنو لپاره څو حزبونه خپل نوماندان وړاندې کوي بلاخره هغه دوه بالغ حزبونه سره سیالۍ کوي او په پایله کې هغه حزب چې ډیر نفوذ اومحبوبیت ولري دټاکنو ګټونکی اعلانیږي او هغه حزب چې کمې رایې وړي او وې نشو کولۍ چې ټاکنې وګټي هغه مستقیما اپوزیسون جوړوي او د ګټونکی حزب کوم چې د ریاست جمهوري چوکې یې ګټلې ده د هغې دمنفي کړنو په مقابل کې خپل غږ پورته کوي اوندا چې یواځې دهغوی منفې کړنې تقد کوې بلکې د نقد ترڅنګ د مشکلاتو څخه دوتلو لپاره طرحه هم وړاندې کوي ، چې بلاخره نوموړی اپوزیسون د خلکو سره یو ځای د خلکو دژوند د ښه کولو او دحکومت د قوي کولو لپاره کار کوي ترڅودخلکوپه زړونو کې ځای پیداکړي او بلاخره په راتلونکې ټاکنو کې دخلکو اعتماد او باور لاسته راوړي او په نتیجه کې ټاکنې وګتي ولې زمونږ بدبختي داده چې دلته اکثره ټولنې او شوراګانې شخصي موخې لري اودهغې لپاره هلې ځلې کوي مونږ او تاسو ولیدل چې د خلکو غبرګون ددې ټولنو او شوراګانو په مقابل کې څه وه په اجتماعې او ټولنیزو رسنیو کې مونږ ولیدل چې هیچا ددغه ټولنو او شوراګانو څخه خپل حمایت اعلان نه کړل او دا کارونه یې په کلکو ټکو وغندل اودداسې کړنو په مقابل کې خپل منفي غبرګون ښکاره کړه . اوس راځو دیته چې ددغو شوراګانو او ټولنو څخه د تاسیس کوونکو او دهغې د ګډونوالو اهداف څه دي اوددوی نه دافغانستان خلکوغوښتنې څه دي پدي باندې بحث کوو . داچې مخکې مونږ وویل چې د بالغ سیاسي احزابو نشتون دغه سیاسون دې دته واداره کړي ترڅو د خپلو شخصي غوښتنو لپاره داسې کړنې سرته ورسوي، داچې ولې دوې داسې کارونه کوي څو علتونه لري . یو داده چې زمونږ اکثره رهبران یا سیاسون ملې فکرنلري اوهمیشه یې خپل ځان د یوقوم پورې تړلې او هماغه قوم ته کار کوي نو کله چې دوی منزوي شي او ولس یې رد کړي نو بیا پدې لټه کې وي چې څنګه خپل ځان حکومت کې جذب کړي بلاخره یو څو نور قومې ټیکداران پیداکوي او یوه شورا جوړوي ترڅو حکومت باندې فشار راوړي او خپل ځان لپاره چوکۍ ترلاسه کړي . بله داچې زمونږ اکثره چارواکې چې په تیرحکومت کې دمنصب خاوندان ول او خپل وخت کې ادارې فساد کړی او د ملت د پیسو له لارې میلونرا ن شویدي اودوسیه یې په عدلې او قضایې ارګانونو کې دجریان لاندې ده داسې افراد او اشخاص هم په داسې ټولنو اوشوراګانو کې د ګډون لیواله دي یا هم د یوې شورا یا ټولنې د جوړیدو په فکر کې وي ترڅو په موجوده حکومت فشار راوړي او خپل د فساد دوسیه حفظ او ځان پاک ثابت کړي چې ددوی هدف ولس او خلکو ته خدمت نه بلکې د خپلې دوسیې د له منځه وړولو په فکر کې وي . یو تعداد نور چې په اصل کې په هیواد کې د جنګ او جګړي غوښتونکې دې او د سولې د پروسې مخالفین دې دوی هم کوشش کوې چې دداسې یوې شورا او جبهې جوړولو په فکر کې شي ترڅو د هغې لارې د حکومت د سولې پروسه د بن بست سره مخامخ کړي ځکه چې په سوله کې ددوې لپاره تاوان ده هغه داچې دوی په تیرو کې په یو لړ جنګي جنایتونو ظلمونو او ورانیو کې ګرم پیژندل شوي دي او خلک ددوی د محاکمې اودوی ته د سزا غوښتونکي دي نوکله چې په یو هیواد کې جګړه وي هلته اجتماعي عدالت هیڅ کله نه تطبیق کیږي او داسې جنایتکاران خلاصه ټنۍ ګرځي نو کله چې سوله ټینګه شي خامخا به ولسونه راپاڅیږي اوددوی د محاکمې غو ښتنه به کوي نو یو ددوی هدف د داسي ټولنو د جوړیدو څخه همدا ده چې د حکومت دسولې پروسه بن بست سره مخامخ کړي . بل داچې په افغانستان کې اکثره مشران او تش په نامه سیاسیون د سواد او علم د نعمت څخه بې برخې دې او دوی اکثره د قومې ټیکداری یا د جهاد دنامه نه په استفادې او یا هم داړیکو په واسطه قدرت ته رسیدلې دي او دهمدي لارې د میلونونو ډالرو خاوندان شوي دي نو اوس چې دوی د سیاست څخه بهر پاتې دي اوخپل سیاسي بقا په خطر کې ګوري نو په داسې اعمالو او کړنو لاس پورې کوي ترڅو په موجوده چارواکو فشار راوړي او دوی هم په سیاست کې شریک کړي ترڅو ددوی سیاسي بقا خوندي شي . بله کومه موخه او هدف چې دغه افراد یا سیاسون د شوراګانو او جبهو دتاسیس څخه یې لري هغه د ځوانو کدرونو مخه نیول دي تاسو وګوری په افغانستان کې چې کوم حزب یا سیاسي ټولنه جوړیږي په راس کې به یې بدون د ټاکنو یو پخوانۍ چارواکۍ یا هم جهادي مشر راځي سره ددې چې مونږ ښه بااستعداده په کارپوه ځوانان به لرو خو دوی د هغوی د پیشرفت او پرمختګ څخه په ویره کې وي که چیری دا ځوانان قدرت ته ورسیږي نو سبا ورځ به ددوی سیاسی او قومي مشری په خطر کي وي نو په همدې خاطر دوی هڅه کوي چې دداسې ټولنو او شوراګانو په واسطه د خلکو اعتماد په سیاسي مشرانو ختم کړي او بلاخره که چیري سبا ورځ ځوانان سیاست میدان ته راودانګې اووغواړي چې یو داسې سیاسې حزب جوړ کړي چې د هغې په واسطه خلکو ته خدمت وکړي ولې بیا به داسې څوک پیدانشي چې په حزب کې ګډون وکړي ځکه چې موجوده سیاسې مشرانو د خلکو اعتماد لا پخوا ختم کړی ده نو یو هدف یې همدا ده . بل هدف ددوی دموکراسې ته ضربه رسول دي دا چې په تیرو څوارلسو کلونو کې د افغانستان خلکو په هیواد کې دد موکراسۍ د تحقق لپاره ډیر زیات قربانیانۍ ورکړې ترڅو په هیواد کې دموکراسي تحقق پیداکړي او خلک په مترقي اوبادسپلینه ټولنه کې ژوند وکړي ولې دغه تش په نامه سیاسون اوس غواړي چې دغه د خلکو قربانیانۍ د دموکراسۍ دتحقق لپاره چې ورکړي دي نادیده ونیسي او خپلو شخصي اهدافو دترلاسه کولو په خاطر جهانیانو ته داسې وښایې چې افغانان د دموکراسۍ طرفدار ندي او دوی همیشه تندراوي او افراطیت غواړي چې په اصل کې افغانان داسي ندي تاسو وګوری په نورو هیوادونو کې افغانانو ته خلک دتروریست او افراطي په سترګه ګوري چې دا ټول زمونږ د مشرانو دلاسه مونږ دا مقام ترلاسه کړی چې په اصل کې داسي نده . اوس نود افغانستان خلک ددوی څخه دا غوښتنه لري چې ټول سره لاسونه ورکړي اودیو ازاد سوکاله ، ارام او په خپلو خپو ولاړ افغانستان لپاره دشخصي غوښتنو څخه تیر شي او ملي ګټي په شخصي ګټو بهترې وګڼي او دافغانستان د سوکالۍ لپاره په اتحاد او همپالنې سره یوه طرحه جوړه او عملي کار پرې وکړي ترڅو ددې شته مشکلاتونو څخه خلاص شو . د یو سوکاله مترقي او په خپل ځان بسیا افغانستان په هیله