
ليکوال : ګل رحمان رحماني
هنري نثر
خوله يې وازه نيولې وه اوله ګرمي يې په ټول بدن خولې راماتې وې دونې يخي سيوري ته په رارسېدوسره سم يې په ځمکه ډډه واچوله څوستړې ساګانې يې ويستلې پاس دونوڅانګوته يې وکتل مرغانوشوراوزوږجوړکړى ووچې دلاروي په غوږونوښه نه لګېده خوستړياپکې ددې څواک هم نه ووپرېښى چې دغه شورماشورغلى کړي شېبه پس يې سترګې سره ورغلې اودخوب ناڅاپي څپې په غيږکې واخيست په خوب کې يې اوږدې اوږدې ساګانې ويستلې اوخرارى يې جوړکړ ونې ته له نږدې کروندو دغرمې دګرمى تاوونه اوچتېدل اوپه هواکې يې يوډول ګردخورکړى وو د مازديګري سيوري مخ په کږېدو و چې دا وده لاروي په ډډو ا وبياپه ټول بدن يخه څپه واولګېده دبادونوله شغاسره دخو به راويښ شوځاى په ځاى راکښناست اوږده ساه يې ويسته دمه يې جوړه اوخولې يې وچې وې په هنداره کې يې خپله دسراوتازه راغلې ږپيرې وېښتان سم کړل اوبيايې په ځمکه اېښې خولۍته لاس کړ چې ناڅاپه يې په خپله خولۍ کې دليک په پراته پاکټ سترکې ولګېدې په سترګويې باور رانه غى زرزر يې دليک ډډې ته وکتل په غټوکرښوورباندې ليکل
((دمرګ لخوادمرګ لايق ته ))
هغه ته چې له مرګ سره يي مينه له ژونده نه هم خوږه ده
زريې په رېږدېدلوګوتوپاکټ پرانېست په مينځ کې يې په يوه سپېنه پاڼه ليکل شوې سرې پاڼې ته وکتل
ګرانه !ددې کرښولوستل به تاپه دې وپوهوي چې يوه ورځ نه بښه غواړم په دې نږدې موده کې به دخپل اجل دونې سيوري ته په يوه اوږده خوب دتل لپاره هم اوده شې
همدا شېبه چې ستاسرته ولاړيم نوپه شونډودې موسکاخور ه ده خو ډېرزربه دې په شونډودموسکادغه فصل ديوې مرګونې چوپيتاپه هديره بدل شي هرڅومره چې زرماته ځان وسپاري نومرګ به دې درنه خوښ وي يادلره چې هر ه ساه اوهر قدم دې اوس هم زه څارم
په در نښت
ستاښاغلى مرګ
ددغه نااشناليک نه دادي کلونه تېرشول دونې لاند ې داوده ستومانه لاروي ټول ژوندپه وېره کې تېرشو وېرې اوانديښنويې اوس په ږيره کې سپين ولګول خولاهم دمرګ دډالۍ دراتلوله وېرې ډک انتظار د خوب رنګينې کوترې دهغه له سترګوالوزولي دي .