يو څو کيسه ګۍ/ ۴۲

 
بریا:
خپله یوه هیله یې ریښتیا ولیده او د بل داسې فکر په اړه سوچ يووړ چې بریا ته ورسیږي او بیا یې په خوند څو وختونه خپل زړه ځوان وويني...
تمرکز:
په سوچ کې يې چکش ور واخیست او تړل شوې دروازې ته ودرېده څو ځله یې په لاس کې ګڼې کلۍ یوه یوه په قلف وازمویلې بیا یې نو په قلف د چکش څو مسلسل وارونه وکړل خو مات نشو، ګوته یې خوږ شوه او په خوله کې ېې ونیوله، په بل لاس یې بیا کلي په قلف کې په ډیره آرامۍ او تمرکز سره وڅرخوله او قلف خلاص شو...
د سپرو په تمه:
هر یوه ته به یې د دریدو اشاره کوله خو ټول موټر په چټکۍ ترې تېریدل، بیا به په چټکو ګامونو د سړک په غاړه روان شو، نیم ساعت وروسته به په دوه موټرو کې یو حتمن ورته دریده خو هغه به ترې تیر شو او خپلې لارې ته به یې په چټکو ګامونو دوام ورکاوه...
 
بعث بعدالموت:
له مرګ وروستۍ پيښې له خپل وجدان سره د سولې او جګړې داسې انځور راته ښکاري چې پکې به مې روح ډیری وخت زما له اوسني ژوندي بدن نه په ګیلو سر وي ...
کمزوري:
چې په یوه چا کې کمزورۍ نه وي د خپلو کمزوریو په اورېدو سره جنګ نه کوي...