
ځواني ېې تیره شوه اوس خپلو تصویرو ته ژاړي
ها ارمانجنه پیغلـــــــــه خاورې ارمانو ته ژاړي
په اننګوې تړمو تړمو اوښکو لارې وکړي
په المارۍ کې د ورور پاتې کتابو ته ژاړي
زه ېې له درد ډکې وړې وړې سلګۍ اورمه
لکه ډیوه د شپې څلـــــورو دیوالو ته ژاړي
افف ! خاموشي ېې په یو سوړاسویلي ماته کړله
افف! یوه ناوي په نکروزوسرولاسو ته ژاړي
دعمرخیل دکلي خلک اوس هغسې نه دي
څوک یادويهره شپه بلو څراغو ته ژاړي
کابل خوشال مینه
۱۳۹۴میزان