
۳. د ورځنیو اهدافو ټاکل
هر ورځ زه خپل اهداف پر کاغذ لیکم. دا یو هڅوونکی عادت دی چې ما د پاتې ژوند لپاره ژمن ساتي. که خپلې مالي پروژې لیکی یا اونیزې ماموریت او که د خپلې کاري امپراطورۍ لپاره نوې لارې، خو د ورځنیو اهدافو د ټاکلو عادت تاسې ته د حرکت ځواک درکوي.
په ورځني ډول د اهدافو ټاکل له تاسې سره مرسته کوي چې لومړیتوبونه وټاکی او هغه کارونه چې تر ټولو مهم دي لومړی ترسره کړئ.
لومړیتوب ټاکل هغه شی مشخص کوي چې تر ټولو مهم دي.
د دغه عادت خپلول به تاسې وهڅوي چې د ۱۰۰ ډالرو د کار پر ځای د ۱۰۰۰ ډالرو کار تعقیب کړئ.
کله چې تاسې په ورځ کې ډېر ګټور کارونه راټولوی، په حقیقت کې خپل بانک ته زیاتې پیسې لېږی او په دې ډول میلیونرۍ ته نږدې کېږئ.
۴. له خپلو ارزښتونو سره همغږي
هغه کار چې ژمنه یې کوی، باید ترسره کړئ. په ژوند کې ښايي ډېر ځله له تاسې وغوښتل شي چې د مسلکي اهدافو لپاره له خپلو شخصي ارزښتونو تېر شی. کله چې له دغه ډول حالت سره مخ کېدی، دا کار به نه ترسره کوی. هېڅ شی د شخصي او مسلکي ژوند ترمنځ د همغږۍ په اندازه ارزښت نه لري.
دغه عادت تاسې ته فرصت برابروي چې کاروبار او خوښي سره ګډ کړئ. ډېر خلک ښايي درته ووايي چې تاسې سوداګري او خوښي نه شی سره ګډولی، خو دا یوه پوچه ادعا ده چې یوازې منفي ګرا خلک یې کوي.
په هغه وخت کې چې تاسې د خپلې خوښې کار ترسره کوی، په حقیقت کې کاروبار خوښي ده.
کله چې تاسې روڼ ژوند ولری، شهرت به مو زیات شي او په دغه بهیر کې به د ځان او ډېرو کسانو د شمتنېدو لامل شي.
هېڅکله خپل شهرت د خپلو شخصي ایډیاوو او ارزښتونو پر وړاندې د درېدو له کبله له ګواښ سره مه مخ کوئ.
۵. پرېکړې کول
څومره چې ډېرې پرېکړې کوی، په هماغه اندازه به ډېر بریالي وی. یو شمېر خلک په ورځ کې یوازې څو پرېکړې کولی شي؛ خو نور بیا په یوه ورځ کې د ډېرو پرېکړو ورتیا لري. هغه کس چې ډېرې پرېکړې کوي، ګټونکی دی، حتی په داسې حال کې چې پرېکړې یې د ناکامۍ لامل شي.
له دې سره سره ځینې خلک مهمې پرېکړې نه کوي، ځکه دوی وېرې محاصره کړي او د دغه کار پایله د دوی فلج کېدل دي. فلج کېدل د دې سبب کېږي چې دوی پرېکړه ونه کړي او په دې ډول له فرصتونو بې برخې کېږي. هر وخت پرېکړه وکړئ، ان په داسې حالت کې چې نه پوهېدی کوم لوري ته موبیايي. ډېر ژر به هغه ځواب ترلاسه کړی چې غواړی یې.
نور بیا...