
چپه می زړه کی وه د مینی دنیا
ما د هجران اوږدو کلو ته کتل
پښتنو سترګو کی حیا می لیده
په مینه مینه می جلو ته کتل
شپه د هجران چی تیریدله په ما
د بیلتانه می توروشپو ته کتل
ته ټوله مینه وی له مینی سره
ځکه می زړه کی زوریدو ته کتل
ته د خیالونو شهزادګی وی زما
هره شیبه می ستا راتلو ته کتل
ستا د وصال په طمع طمع ومه
د سترګو رپ کی می شیبو ته کتل
د مینی زور می لا لیدلی نه وه
ما د غماز بدو نیتو ته کتل
په هر قدم کی تلوسه تلوسه
یاره ما اوښکو او سلګو ته کتل
زړه به می وویل چی په جارووایم
ما له حیا نه بیا پښتو ته کتل
مطیع د مینی څومره تږی وه نن
د سر په بیه یی رواجو ته کتل
مطيع الله روفي