غزل

 
څاری دا شین سترګی صیاد بیا می نن
خاوره کی می دی قتل او قتال غواړی
 
روږد چی می په وینو دی وحشی لیوان
سر می غو څوی راڅخه مال غواړی
 
زه لکه پتنګ مین به سرو لمبو
زړه شمع پرست می تل مشال غواړی
 
ستا د مخ به تمه په خیالونو کی
زړه می پاریدلی دی وصال غواړی
 
حق ته به حق وایم که می سر غوڅ شی
زړه زما پښتون د لمبو ټال غواړی
 
ما خو د توبو لړی کړه ماته بس
زړه چی می د یار د زنی خال غواړی
 
تللی له دی خاوری نه ناهیلی تل
څوک چی له افغان سره جنجال غواړی
 
نوری د ثواب توبی وباسی نه
مست د یار په شونډو دا وبال غواړی
 
خود به یی توبی ورسره ماتی شی
دا مطیع خپل یار چی کال په کال غواړی