د ګران وطن غمجن یادونه دی د ژمی شپه ده
په زړه می اوری ډیر خیالونه دی د ژمی شپه ده
په رڼو ګورم په وطن کی می ناخوالی ټولی
له سترګو څاڅی بارانونه دی د ژمی شبه ده
زړه درد اخیستی ساه ویستی نشم تری ویره می ده
یو تور تصویر دی تورتمونه دی د زمی شپه ده
د ولس یاد می مخ ته مخ ته زړه می نه لګیږی
ژړا او ساندی ګډ ویرونه دی د ژمی شپه ده
چی شم ویده اول خو خوب نه راځی اوړم بیا خو
سترګی چی ورشی بد خوبونه دی د ژمی شپه ده
په بل وطن او په غربت کی د پرد په واک کی
د هر ناکس په مونږ امرونه دی د ژمی شپه ده
خالقه خیر کړی چیری ورک می له نقشی نه کړی
د نړیوالو بد نیتونه دی د ژمی شپه ده
پنځلسم کال دی مطیع مونږ باندی اورونه بل دی
ولی زمونږ بد نصیبونه دی د ژمی شپه ده
+++++++
زه د ازادی په نوم هم مړ او هم ژوندی یمه
زه پښتون زلمی یمه زه پښتون زلمی یمه
ګران افغانستا ن زما نیکونو تل ساتلی دی
زه د ه شهیدانو د سرو وینو پسرلی یمه
هغه چاته ګل یم څوک چی ما باندی تیری نه کړی
زه هر یرغلګر لره په سترګو کی اغزی یمه
هر یو افغانی احساس خمار می د وطن په نوم
زه د وطن مینه کی بیخود او لیونی یمه
قدر که یی نن نه کړی سبا بیا به پښیمانه شی
زه خو هغه لعل هغه ګوهر او سور غمی یمه
هر څو ستا په عشق کی که سپیری شونډی می وچی دی
نه دی کړمه خبل لا تا ته هغسی پردی یمه
زه خو په میړانه کی د خپل نیکه په پله روان
زه خود غازی بابا شمله لونګی پټکی یمه
نور د دنیا خلک مطیع ما بولی ترهګر په نوم
دوی نه دی خبر چی زه د مینی ډک زړګی یمه
******
ځینی په سرو شوڼډو په خالو او په کمڅو مین
ځینی دوطن په سپیرو خاورو په میرو مین
ځینی د وطن یاد کی د زړه وینی په لپو څښی
ځینی د وطن په ورانیدو او په چورکیدو مین
ځکه اوس نفرت دی فضا ټوله غم نیولی ده
مینه دلته نشته هر سړی دی په پیسو مین
نوی هلاکو نوی چنګییز نوي مغول دلته
خوند می له مرګ اخلی دوی زما دی په سلګو مین
څه چی په مونږ کیږی خپله لاسه ګرم بل څوک نه دی
خپله مطیع ګرم یو چی مدام یو په پردو مین
**********
کافر زمونږه هر قانون وژنی
اوس بی پوښتنی مو ژوندون وژنی
څوک به یوه نوم او په پل نوم دلته
خپله پښتون خپله پښتون وژنی
»»»»»
څوک په خوږه او څوک په زهر مو وژنی
ورځی تر بلی نه بدتر مو وژنی
کله الحاد کله اسلام په نامه
څوک په قلم څوک په خنجر مو وژنی
ده، دا زمونږ دبد بینی نتیجه
هر یو طاغوت چی پخپل سر مو وژنی
تنکۍ غوټی یی راله ټولی پریکړی
په زور راغلی دا لوګر مو وژنی
پټ استعمار ښکاره شعار د بشر
دا د سرونو سودا ګر مو وژنی
د پښتونخوا په هره لویشت اورونه
پاس مو کابل کوز پیښور مو وژنی
قدم اخیستی مو تر کوره نه وی
مرګی ولاړ را ته په ور مو وژنی
مطیع ګیله له پردو ولی کوی
چی خپل هیواد کی خپل رهبر مو وژنی
*******
ښکار شومه د هر نا کس بدن می ټول پرهر پرهر
لوټ هم نړیوالو کړم وطن می ټول پرهر پرهر
واک می اوس د بل دی او هم واک زما د ژوند کوی
مرک کی هم نارام یم هم کفن می ټول پرهر پرهر
زه لکه بلبل په چغو سر او په ژړا یمه
هر ګلشن می وچ شوه هر ګلبڼ می ټول پرهر پرهر
ځم تری په سلګو او ساندو یو خوا او هم بلی خوا
تور کارغان راغلی اوس ګلشن می ټول پرهر پرهر
شپه ده او که ورځ ده دا فضا د غم خپره په مونږ
سار ماښام ژړا ده ما خستن می ټول پرهر پرهر
خدای خبرچی څوک به له دی درده نه که خلاص وی هم
ښکاری راته داسی هر یو تن می ټول پرهر پرهر
څنګه به په وچو شونډو وخاندم مطیع تا ته
ګرده پښتوخوا او دا مسکن می ټول پرهر پرهر
******
وروستي