د ښاغلي مطيع الله رووفي څو شعرونه

 
اتلان د زمانی خپلواکی غواړی
په لاسو یی زولنی خپلواکی غواړی
زمانه په غیرتیانو امتحان کړی
که هم وشی پری کانی خپلواکی غواړی
سینه څیری په سرو وینو کی تل خوځی
دی په خوله یی ترانی خپلواکی غواړی
مطیع خلاص به کله شی له قید رواجه
د مینو یارانی خپلواکی غواړی
********
ارمان می دا دی چی کابل وګورم
جوخت د یارانو سره خبل وګورم
د سر په سترګو یی دیدن وکړمه
کلی کورونه یو یو ګل وکورم
د سر د سترګو نه بناه که می دی
د زړه په سترګو یی ښه تل وګورم
سترګو کی اوړی می رااوړی مدام
میشته قومونه یی ول په ول ووینم
زما د زړه دنیا زما خاوره ده
د زړه می ګل د زړه بلبل وګورم
مسافر یمه خو هیریږی می نه
چی د بابا د پټکی ول وکورم
هر ولایت خو می بیل بیل یادیږی
ټولو سه یو ځای چی زابل وګورم
ارمان پوره کړی د مطیع نور ربه
د پښتنی لیلا وربل وګورم
*********
اسیا جوړه د خاورو او دغرونو
افغانان پکی اوسیږی د کلونو
دا ملت د دغی ټولی سیمی زړه دی
له کماله له حکمته خالی نه دی
که جګړی که امنیت او که ده سوله
دا افغان ملت یی سر کی مدام بوله
له فساده نه یی جوړ مدام فساد دی
له ښادی نه یی هم هر وګړی ښاد دی
مرګزی محور مدام وه د دی سیمی
ټوله سیمه متاثره یی له مینی
سوله غواړی سوله خوښی مینه ناک دی
په هر کار کی دی صادقه او تل پاک دی
د مطیع د زړه دنیا ده پری ودانه
نه تیریږی په خپل ژوند کی له افغانه
ورته ګران افغان ټاټوبی دی بی شانه
پری تل تیر له سرو او مال او هم له خانه