
د «ډانیل الای» لیکنه
لومړۍ برخه
هغه وخت مې ښه په یاد دی چې په یوه ګردجنه او سړه زېرزمینۍ کې مې د داسې عادتونو پر پیدا کولو فکر کاوه چې ژوند مې بدل کړي.
۲۱ کلن او دې ته چمتو وم چې باید د ژوند یو نوی پړاو پیل کړم؛ خو دریو عواملو مې مخه نیوله: د والدینو په کور کې اوسېدم، داسې دنده مې درلوده چې په ساعت کې یوازې اته ډالر راکول او د ماسټرۍ لپاره مې داخله کړې وه.
په همدې وخت کې مې تشخیص کړه چې باید بدلون رامنځته کړم او سخت د بریالیتوب لپاره هڅول شوی وم؛ خو پر دې نوم پوهېدم چې له کومه ځایه او څنګه یې پیل کړم.
بلاخره په دې باور شوم چې که مې عادتونه بدل کړم، عادتونه به زما ژوند بدل کړي.
پرېکړه مې وکړه چې د بې ګټو عادتونو لکه تلوېزیون کتلو او لوبو پر ځای به ګټور عادتونه لکه مطالعه او وینا خپلوم.
دغه کار په ما کې د غوره عادتونو د رامنځته کېدو لامل شو. په مسلکي لحاظ لایق شوم او له شخصي اړخه پر ځان ډېر باوري شوم.
دغه حقیقت چې وړتیا د باور لامل کېږي، د زما د ژوند په بدلون کې محوري رول درلود.
دغه کار مرسته راسره وکړه چې د بریا اوج ته ورسېږم او اجازه یې راکړه چې میلیونونه ډالره شتمني پیدا او ګڼو نور خلک هم وهڅوم.
دغه عادتونه چې ما خپل کړل، په اصل کې هغه مجریان وو چې زه یې تر دې ځایه را رسولی یم.
لاندې ۱۰ هغه عادوته دي چې تاسې زما په څېر میلیونران کولی شي.
۱. خبرې مو ساده کړئ
څنګه مو خپل پیغام تر خلکو رسوئ؟ میلیونران پر دې ښه پوهېږي چې څنګ د ساده خبرو پر مټ خپل پیغام نور ته ورسوي. دوی د خبرو لپاره کلمې په دقت انتخابوي او په هغه څه کې چې غواړي ویې وايي ژوره معنا ځای پر ځای کوي.
شخصا ما هره ورځ قاموس تعقیباوه؛ خو هېڅکله مې په خبرو کې ټولې هغه کلمې نه کارولې چې زه ورباندې پوهېدم. ډېری خلک د ګونګو خبرو له کبله خپل فرصتونه وژني. هېڅکله هڅه مه کوی چې په لنډ وخت کې خلک د ډېرو خبرو کولو پر سیند لاهو کړئ.
په خواشینۍ چې ډېری خلک د سمو خبرو په برخه کې غفلت کوي او په اسانۍ د نورو عادتونه تعقیبوي. په داسې حال کې چې میلیونران تل پر دې تمرکز کوي چې څنګه د وینا وړتیا لوړه کړي او د اسانه ویلو لارې چارې پیدا کړي، هغه که په غږیزه بڼه وي او که په لیکنۍ بڼه.
۲. له زړو واقعیتونو سره خدای پاماني وکړئ
وړاندې له دې چې له نویو شیانو سره مخ شی، باید له پخوانیو سره خدای پاماني وکړئ. که تاسې نوی کور یا موټر غواړی زوړ مو باید وپلوری او وروسته د نوي په لټه کې شئ.
که غواړی چې د فکر مثبته بڼه خپله کړی، لومړی مو باید ځان د فکر له منفي بڼې خلاص کړئ.
عادتونه هم همداسې دي، د مثبتو د خپلولو لپاره باید لومړی منفي له منځته یوسئ.
زه دغه حقیقت ته په مکډونالډ کې د برګر خوړولو پر مهال متوجه شوم او تر هغه وروسته مې په خپله سیمه کې له مکډونالډ پرته د بل سم او خوندور رسټورانټ چې اقتصادي هم وي، لټه پیل کړه.
له همدې کبله مې په اوونۍ کې څو ځله د برګر خوړلو لپاره د یوه ډالر پرې کولو پر ځای په میاشت کې یو یا دوه ځله خپلې پیسې د یوه قوي کباب پر خوړولو مصرفولې.
نور بیا...
سرچينه: هميانۍ