مخ ښکاره کړه!

 
چې راګران شولې جنابه مخ ښکاره کړه .
چې مې مېنه شوې شبابه مخ ښکاره کړه .
یارانې رانه ښکلاوې کړلې هیرې .
وه اغزی،اغزی ګلابه مخ ښکاره کړه
ماښامونه نن په ورځ میلمانه شوی
بیا دستورو سپین افتابه مخ ښکاره کړه .
په نکتو کې به دې ښه عمیق نظر کړم .
حاشیه ګورم کتابه مخ ښکاره کړه
طالب جانه د دستار یوسفی ګل شې !
چې پښه ګدې په رکابه مخ ښکاره کړه
آخ د مینې سمندر مې طوفانی شو .
نه جاله شته نه سرابه مخ ښکاره کړه .
ستا په مینه مې خبرې هم غزل شی .
یوه نغمه شوه د ربابه مخ ښکاره کړه
 
خالق یار احمدزی