
دویمه او وروستۍ برخه
۳. له سختو پرېکړو سره له مخ کېدو وېره لري
تاسې غواړی چې د یوه کاروباري په توګه د خلکو د خوښې وړ اوسئ. دغه شی د حس کېدو وړ دي. کله چې تاسې پر دغه شي تمرکز کوی، دغه کار ستاسې د سوداګرۍ وضعیت ته زیان لري او دا یوه ستونزه ده.
کله چې تاسې له ناسمو کارکونکو سره چې کارونه په مناسبه بڼه نه ترسره کوي یا له بدو معاملو سره چې ستاسې لپاره ګټه نه لري، مخ کېږی باید ځان د سختو پرېکړو نیولو ته چمتو کړی.
دا په یاد ولری چې دغه ډول سختې پرېکړې شخصي نه؛ بلکې د کاروبار لپاره دي.
۴. دوی تل له ماتې د وېرې په اړه ډېر محتاط دي
ناکامي د بریا ستره برخه ده، له همدې کبله که تاسې د یوه کاروباري په توګه هڅه کوی چې د ناکامۍ مخه ونیسئ، د وخت په تېرېدو سره به څومره چې ستاسې کاروبار پراختیا مومي، په هماغه اندازه به پر ناکامۍ محکوم شی.
سره له دې چې لاندې خبره د کاتوني له یوې ویډیو اخیستل شوې، خو د یادولو ارزښت لري.
د « کونګ فو پنډا» د کارتوني فلم هوښیار کشف « اوګوې» وايي:« یو شمېر خلک معمولا چې پر لار له خپل منزل سره مخ کېږي، هغه ردوي.»
دا خبره ډېره واقعي ده که لږ دقت ورته وکړئ.
که تاسې هېڅکله د خپل کاروبار په اړه له فرصت څخه ګټه وانخلی، هېڅکله به پرمختګ ونه کړئ. که پرمختګ ونه کړی، نو راکد به پاتې شی او کله چې راکد پاتې شوی، نو د ماتې پر لور به حرکت پیل کړی.
کله چې تاسې له ماتې وېرېږئ، پرمختګ نه شی کولی او په پایله کې حتما په ناکامۍ محکومېږئ.
پنځم. دوی د خپلو عملیاتي لګښتونو لپاره واقعي تخمین نه کوي
وړاندې تر دې چې کاروبار پیل کړی، تاسې باید ځان ډاډه کړی چې د کاروبار د دوام لپاره څومره عوایدو ته اړتیا لری. تر دې چې د ځان لګښتونه مو هم حساب کړی.
ډېری نوي پانګوال دغه شی هېروي او یوازې کرایه، د کارکوونکو معاشونه او ګټه حسابوي.
دا ډېر ښه پیل دی؛ خو که تاسې خپل معاش حساب نه کړی، پر دې به پوه نه شی چې ستاسې کاروبار په سمه بڼه د دوام لپاره څومره لګښت ته اړتیا لري.
سرچينه: هميانۍ