
هر وخت چې په یو متوازي ډوله حکومت کې دوه بیل ډول فکرونو واکدراران سره یو ځای شوي او واک يې تر منځ په غیر متوازي ډول ویشلی په هغه هېواد کې حقونه د انسانانو تر منځ په مساوي ډول نه دي ویشل شوي او نه هم کوم پرمختګ تر سترګو شوی،ځکه لوی څښتن په خپل کلام کې لیکلي دي چې که چیرته د ځمکې او اسمانونو واک د دوه خدایانو په لاس کې وای اوس به د نړۍ وجود هره دقیقه له خطر سره مخ وی او نړۍ به تر دې دمه څو واری ړنګه شوی او ودانه شوی وای
راځو همدې ته چې د ملي وحدت لمړۍ فکر یا سیوسیالیزمي فکر لمړۍ د عثماني امپراتورۍ په دوران کې رامنځ ته شو،چې کله عثماني امپراتورۍ دوران په ۱۶۹۹ م کال کې د رومیانو،صربیانو،ارمنیانو او یونانیانو خپل وړاندیز په لیکلي ډول یا (لیک همایون) د عثماني امپراطورۍ باچا ته وړاندې کړو او خپل واک يې ترینه په ۱۷۷۵ م کال کې واخست
د ګډ حکومتوالۍ فکر له همغه وخته په جنوبي اروپا کې پیل شو،او د سوسیالیستي نظام یا ګډې حکومتوالۍ بنسټګر هم خپلواک ملتونو وو چې له عثماني امپراطورۍ يې خپلواکي واخسته چې په همدې اساس د حکومتونو او ملتونو پرمختګ ځنډیږي
راځو د خپل حکومت د یووالي په نامه بنسټ ایښودنې ته چې واک يې تر منځ وویشل شو،لا معلومه نه ده چې په داسې یو هېواد کې چې په امنیتي چارو يې باور نه وي او امنیت يې تضمین نه وي د ملي یووالي حکومت رامنځ ته کیدنه ناوړه دودونه رامنځ ته کوي چې شاید ډیر په اسانه ډول د خلکو افکار تسخیر کړي او مشکلات رامنځ ته کړي چې د یو کال په تیریدو يې ډیر رامنځ ته کړي هم دي،مونږ د تجربو په اساس له ټولو هېوادونو زیات تجربه لروونکې ملت یو ځکه چې هر سیسټم مو په هېواد کې د یو مودې لپاره پرمخ بیولی او پر ځان مو منلی دی
دا چې له تجربو راوتلی ملت یو نو بیا ځل ضرور نه ده چې په همدې تجربو کې روان او ښکیل اوسو،ځکه ملت مو بیا بیا ځلی د یو نوی اډیالوژي په پلټنه او ځانپوهونه پیل کوي چې همدا پیلانۍ يې د مشغولتیا سبب ګرځي او د لږ وخت په تیریدو د یوي بلې نوی ایډیالوژۍ انتظار باسي،مونږ سیسټمونه ولټول و مو څیړل خو نتیجه يې ځکه په لاس نلرو چې هر سیسټم مو تر نیمايې رسولی او بیا مو پریښې او بل مو د ازموینې په نیت پیل کړی،چې هیڅ وخت يې نتیجه نه ده ورکړې او نه به يې ورکړي
نو په همدې اساس باور لرو چې د ګډې حکومتوالۍ نتیجه به هم همدا وي او ډیرې ستونزې به پکې رامنځ ته شي،او له همدې ستونزو نه به مو ګاونډي دښمن هېوادونه ډیره ښه استفاده وکړي او خپل کمزوری قوت به پر مونږ و ازمائې او بیا به د تیر په څیر د یو منظم سیسټم نه خلاص او ټوبکوالي او انسان داړنې سیسټم موروج شي چې دا کار د ملت لپاره بیا ځلې د یو لوی مرګي طوفان پیلامه ده،مونږ باید خپل کنټرول په سیمه کې منظم کړو نه داسې چې په داخل د هېواد کې د خپلې بوختیا لپاره جنجالونه جوړ کړو چې بنسټیزې ورانۍ رامنځ ته کړي،دا هغه حقیقت دې چې په تیرو ناخوالو کې مو ولیدل او و مو ازمایل چې خپل منځي شخړې ددې سبب کیږي چې سیمیز او نړیوال لاسونه دې د وژنې په پار زما د ملت تر مرۍ راورسیږي،دا چې په اوسنیو شرایطو په هېواد کې د علم او پوهې کچه د ځوان نسل په برخه کې ډیره شوې باید وخت ورکړل شي تر څو د هغوي د احساس او هېواد پالنې فکر نه په مثبت ډول ګټه پورته شي نه چې د هغوي مثبت فکرونه د هېواد بیا رغونې نه مات او هېواد پریښودو ته اړ شي لکه چې ډیرۍ اوس هم اړ شوي دي او روان دي خپل هېواد پریږدي او هغه فکرونه چې له ځان سره يې لري نورې ټولنې پرې رغوي او هغوي ته قوت ورکوي،ټول ځوانان په هېواد کې د مثبت بدلون پیروان دي او په تیرو ناخوالو کې يې خپل دښمن تر هر چا ښه پیژندلی،ضرورت نشته چې ورته يې په کوته کړو او خپل وخت پرې ضایع کړو یوازې ځوانانو ته وخت ورکول پکار دی،او تر څو چې د هېواد واک ځوانو رهبرانو ته ونه سپارل شي تر هغې د هېواد پرمختګ ناممکن دی.
د هوسا په ځان بسایه خپلواک لوی افغانستان په هېله
صفت ځواک