د يوه بریښنالیک ځواب:

 
یوې لیکوالې خپلې لنډې کیسې په عمومي بریښنالیک استولې وې، چې ما هم له لوستلو وروسته دغې لیکوالې ته یو بریښنالیک ولیږه چې لاندې یې له تاسې سره هم شریکوم ویې لولئ
تر هر څه وړاندې درنښتونه، وروسته یو ټکی راته اړین بریښي چې په سر کې یې ولیکم هغه دا دی چې زه کیسو له قلم سره آشنا کړی وم، کیسو له نړۍ سره آشنا کړی وم او کیسو تر ننه د لوست او فکر کولو د یوه ځواک په توګه زما په ذهن کې غځونې کړې وې خو اوس له ډېرې مودې وروسته کیسې ته داسې خړ یم چې نن د هغو کیسو په لوستلو چې زما بریښنالیک ته راغلې وې چې له لیکوالانو څخه پرې نظر غوښتل شوی وو ما ونشو کولای چې دا کیسه په هغه ډول ولولم چې پخوا به مې د کیسه لیکوالو په تېره بیا د روسي او امریکايي کیسه لیکوالو کیسې پرې لوستې او د نړیوالو تېر ژوند به مې هسې په ذهن کې خیمې جګې کړې چې نن یې د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو راالوتې سیلۍ هم زما له ذهن څخه مراندې نشي ورټولولی.
دا اوس مې هم نه غوښتل کیسه ولولم او یا هم د کیسې په اړه څه ولیکم، دلایل یې هم ډېر زیات دي، کله کله هغه وخت را په یادېږي چې له یوې خوا د هېواد یادونو او له بلې خوا د داستاني ادب لېونۍ مینې په خپله غېږه کې د چخوف، پو، کامو، همینګوې، کافکا، محفوظ او ګڼو نورو د کیسو په کرکټرونو کې ډوب وم او پرته له تخیلي نړۍ څخه د دې نړۍ په نرمو لاسونو د بشر په ژوند کې د اصل بشر د روح پوکل راته ناشوني برېښېدل، ښايي له همدې امله هم وي چې که کتاب لوستلو ته وخت ونه مومم بیلابیل فلمونه راسره وي او ګورم یې؛ خوب به مې لیده چې یوه ورځ به زموږ په ټولنه کې د کتاب خپرندویان لیکوالانو ته واسطې ور جوړوي چې په هر ډول کېږي دا کتاب به زه چاپ کړم او یا به هم د لیکوالانو قدر لکه د هغو لیکوالانو غوندي د کومو چې ما به یې کیسې لوستې؛ دا لیکنه یواځې او یواځې په دې موخه کوم چې تا (لیکوالې) ته د خپلې یوې تجربې کیسه وکړم او له یوه ځورونکي رازه پرده ورته پورته کړم او په ډاګه ورته ووایم چې زموږ ځوان لیکوالان د دروغو خوب ویني، دا نمانځنې او ستاینې یواځې د یوې غونډې او یوه خبر تر حده دي او بس!
ما هم د ګڼو نورو ځوانانو په څېر غوښتل چې د لنډې کیسې لیکوال شم، په هغه معنا چې  ده، څه باندې لس کاله وړاندې مې د دې کیسو لوستلو او په لیکلو کې یې کمزوري تمرین ته مخه کړه خو اوس چې د داستاني ادبیاتو په نرمه او پراخه سینه مې د قلم بورجل وران راته ښکاري پدې وپوهېدم چې کیسه څه ته وايي؟ کیسه څرنګه لیکل کېده او که موږ کیسه لیکلای نو څرنګه یو څه به وو؟ ما د کیسې په نامه ډېر څه ولیکل خو اوس دا دي په زغرده لیکم چې زما کیسې کیسې نه وې، ما داستاني لیکونه ولیکل خو لیکوالانو به ولوستل او چوپ به پاتې شول ته به وایې چې هومره کمزوري وو چې په لوستلو نه ارزېدل دا هم وايم چې په ټولو چاپ شوو آثارو پښېمانه یم او له ټولو هم بښنه غواړم.
خو…
غواړم ستا د یوې کیسې له لیده درته ووایم چې د پښتو ډېری کیسې ستا د الکترونیک مضمون دی او لیکوالان یې د الکترونیک استادان، خپه کېږئ مه ډېری لیکوالان لرو چې پښتو لنډې کیسې ته څه چې په نړیوال ډګر کې یې داستاني ادب ته د قلم لیکلي ویاړونه شمېرل کېږي، خو د الکترونیک استادان اوس هم د تختې پر مخ هغه سرکټونه تشریح کوي چې دیرش کاله وړاندې د هغوی استادانو ورته تشریح کړي وو، او ما او نورو نوو محصلینو ته یې هم همدا درس راکاوه خو پام ! چې تاسې ته هغه چپټر تدریس نه کړي کوم چې دغه ښوونکو ته د دوی ښوونکو تشریح کړی وو او بیا دوی موږ ته همغه ډول تشریح کړ پرته له دې چې د ژوند له بدلون سره نوي څیزونه په کې ځای پرځای کړي.
روزګار هسې راغلی چې زه د مکروریانو د ډېران پر سر ستا د یوه داستان کرکټر پاتې یم او د بلاک تر مخې د بڼ له یوې ونې لاندې یواځې د مینې په موخه د سره ګل د تبادلې نندارچي یم او بس! ته به مې نه پېژنې او حتی پدې به هم نه پوهيږې چې ما چېرې هم کیسه لیکلې خو تاسې چانس راوړ چې ما وپېژندلاست چې کیسه لیکئ او دا خبره ځکه داسې کوم چې موږ روزګار د ډېران پر سر درېدو ته اړ کړو او لیکل شوې کیسې مو د خان په لاس لیرې وغورځول شوې او ما هم داسې احساس وکړ چې د سره ګل پر ځای د غوړیو کوم ستر ټیم باید پیدا کړم چې له همدې امله لاړم او اوس په سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو کې لاس او پښې وهم خو یوه خبره روښانه درته وکړم چې هغه کسان چې اوس یې نارې سورې پورته دي او کتابونه یې په هر تلویزیون او هره راډیو او رسنۍ کې دوه درې ځله معرفي کېږي او هره اونۍ نمانځغونډه ورته نیول کېږي فکر مه کوه چې زموږ سور ګل چې د خان په لاس ډېران ته غوځار شو د دوی له ګل څخه بدرنګ وو.
وبښئ چې داسې فکر له چا سره پیدا نه شي چې زه غواړم د ځینو لیکوالانو په څیر ځان خلکو ته ورپه یاد کړم، ما هېڅکله ځان ته کیسه لیکوال نه دی ویلی او له دې وروسته هم لکه چې ومې ویل له کیسې سره ناآشنایم؛ خو ستاسې په څیر ځوانانو ته یو پیغام ورکول غواړم ځکه وايي چې سیل بین د نښې منځ ولي زه فکر کوم چې لوستونکی به هم همداسې وي لکه سیل بین، په هره توګه غواړم تا ته ووایم هغه دا چې کیسه په هغه ډول چې تاسې لیکئ سمه ده! په هغه ډول چې دا ځینې کسان لکه ستا د (وروستي پیغام) د کیسې کرکټران چې د نورو درملنه کوي خو خپله د ځان وژنې تر بریده رسېږي تاسې هسې تېرنه باسي دوی خپله کیسه ناسمه تعریف کړې ده، ما څو کاله د دوی د تعریف له مخې کیسه ولیکله چې اوس یې لولم پرې خاندم خو کله چې مې له خپل تعریف څخه کیسه لیکل پیل کړل پوه شوم چې روسانو او امریکایانو ولې د کیسو لیکلو ته زړه ښه کړی وو!
ستا ځینې کیسې مې ولوستې او دېرې مې خوښې شوې، بیا وایم چې زړه مې ښه شو ځکه خو مې دا څیز لیکل پیل کړل، له همدې امله دا دي لیکم چې تاسې ولیکئ! ستاسې کیسې ډېرې درنې دي، ډېرې خوږې دي، هغه پیغام چې د نوي نسل د یوې استازې په توګه یې باید خپلو راتلونکو نسلونو ته ورکړې بالکل کولای شې ویې رسوئ!
 موږ اوس په داسې مهال کې ژوند کوو چې د الکترونیک مضمون د استاد غوندې له پروجیکټور سره ناآشنا نه یو، بیا نو ولې په خپله لاس او پښې ونه وهو له دې ذلت څخه ځان خلاص نه کړو چې بیا بیا په خپله هم پرې اعتراف کوو چې موږ په ادبیاتو او نه پوهېږم داستاني ادب کې اوس اوس ځان نیسو، موږ کولای شو له ټولو ښه ولیکو، له هر چا ښه ولیکو، موږ په خپله  مطالعه او په خپله هڅه کولای شو چې خپل لیکوال کرکټر پیاوړی او غښتلی کړو که هغه کرکټر د داستاني ادب یو څو لیکوالانو ته په لاس ورکړو چې هغوی په خپله لکه د الکترونیک د مضمون استادان د دیرش کاله وړاندې بابولالې وايي که اوس ونه پوهېږئ څو کاله وروسته چې ما غوندې په خپلو لیکلو پښېمانه شئ هله به پوه شئ!.
کله چې موضوع ټاکئ په بریالۍ توګه په پای کې خپلو لوستونکو ته قناعت پرې ورکوئ او په ډاګه به ووایم د داسې کیسې په لوستلو سړی نه پښېمانه کېږي هغه ستونزه چې په خواشینۍ سره اوس د ډېرو مطرح لیکوالانو په کیسو کې لا هم له لیرې نارې وهي.
یوه کوچنۍ مشوره هم دا درکوم چې ډېرې کوچنۍ تخنیکي ستونزې لا هم ستاسې د کیسې د لیکلو په دود کې شته دي، د کیسې د لید زاویه چې کله ټاکئ نو پام کوئ، ځکه ستاسې کابو په ټولو کیسو کې تقریباً یو ویاند لید دی چې ډېری وخت پوه ویاند لید دی او په دا رنګ لید کې باید ډېر په ماهرانه ډول لیکوال ځان د شاوخوا له حوادثو څخه راوباسي او ټوله تکیه په نښانو، بیان ، انځورونو او فضا جوړونه کې وکړي.
په پای کې یو دا ټکی بیا تکراروم چې د الکترونیک مضمون استادانو ته غوږ مه ږده ستا د دې کوچنیو تخینکي ستونزو په ګډون ټولې ستونزې په خپله حل کېږي، خو ته لږ حوصله وکړه، بیړه مه کوه، لومړني آثار درسره وساته، لومړني آثار که هر څومره ستا له انده پیاوړي وي درسره ویې ساته مه یې خپروه، ستا لیکوال کرکټر په دې خوشحاله کېږي چې خلک یې د یوه پیاوړي لیکوال په توګه وپېژني نه د داسې لیکوال په توګه چې یواځې ډیر لیکي، ډېر لیکل د بریالیتوب نښه نه ده، پاخه لیکل او ښه لیکل باید معیار وي، تاسې ته د ښو بریاوو او روښانه راتلونکې هیله کوم.