
ښکلاګانو که غوټیو ګلان وسپړل
حیف په څاندو کې اغزیو ګلان وسپړل
ماته مینه میراثی غوندې ښکاره شوه
د دې چم څو لیونیو ګلان وسپړل
له ګودره تر کاله یئ زمزمه کړه
د چنار لاندې منګیو ګلان وسپړل
ستا کتاب شمه طالبه چې مې ګورې
چې ستا هیلو ځوانکیو ګلان وسپړل
وای دظلم او وحشت داعش یئ ورک کړل
په سپین غر کې چې پګړیو ګلان وسپړل
.
ماهم ناز او آدا زده کړله له ستورو
چې ماښام مازدیګریو ګلان وسپړل
ترانه غزل ، غزل شی خالقیاره !
نن مې ګوتو ګلالیو ګلان وسپړل