
مینه:
د مینې کلمې له هر هر چا او هرې خولې څخه هغه ځای ته نه رسي چې باید ورسیږي...
د وطن یاد:
د وچو مېوو په مارکېټونو کې ګرځیده، هر رنګ مېوې ته به ځیر شو خو په بې میلۍ به ترې تېر شو، ملګري به یې کله ده ته او کله رنګارنګ مېوو ته وکتل، له ډیرو ګرځیدو وروسته یې وویل: ته بلاخره څه لټوې، ځواب یې ورکړ: لکه یو ډیر ورک خوند مې چې په خوله کې وي، لکه د کلي د سنځلو...
د لوبو پېښه:
په دا ځل پټ پټوني کې یې هڅه کوله چې داسې ځای ځان پټ کړي چې هیڅوک یې ونه مومي، په خندا خندا کې يې په خپل فکر کې بام انتخاب کړ او لاړ، خو څو شیبې وروسته ټولو په آسانۍ وموند حتی د کلي او کوڅې خلک هم راټول شول او له لوړ بام څخه یې یې د راپرېوتو لاملونه پوښتل...
د ۲۰۱۴ د فبرورۍ پنځلسمه، کابل، قرغه
ول خرجي:
ویل به یې چې په لس او شلو روپیو د چا دنیا نه ختميږي؛ خو هغه ورځ د کرایې لپاره لس روپۍ کمې وې ټکسي وان ته یې قسمونه اخیستل چې که ادرس راکړې کور ته به یې دروړم...
د ۲۰۱۴ د فبرورۍ شپاړسمه، کابل، قرغه
ځان تېر ایستل:
ښه خوب یې ولیده ځکه یې هم له راویښیدو سره بیا هم په زوره سترګې پټې کړې او هیله یې وکړه چې دوام یې وګوري...