خطرناک خصلت:

 
هغه ټولنې چې له اقتصادي او تحصیلي پلوه یې پر مختګ کړی وي، ‌‌‌‌‌‌ډیر افراد یې د منځني پوړ سره تړاو مومي. منځنی پوړ یعنې هغه خلک چې د یو شي د اخیستلو او د تصمیم ازاد قدرت لرونکی وي. خو په هغو ټولنو کې چې اکثره خلک یې په اقتصادي لحاظ د ټيټې کچې ګڼې یعنی درامد لرونکي وي، د لږ کیو هغو ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډلو په وسیله چې د لوړ پوړ خلکو سره تړاو لري لکه ځمکوال، تجاران او له سلطنتي کورنۍ سره اړوند خلکو ته ګواښونه پيښوي.
دا لږ کي نه پریږدي چې د ټولنې د ټیټې کچې خلک د امتیاز خاوندان شي ځکه دوی له دې وېریږي چې هسې نه چې قدرت او امتیاز یې له لاسه ووځي. د بېلګې په توګه یو شتمن سړی خوښوي چې خپله ازادي ولري. د یو دفتر رییس یا مدیر په خپلې چوکۍ پورې کلک نښتی دی او نه غواړي چې له لاسه یې ورکړي. یو ځمکوال د خپلو مزدورانو د زخمتونو په حاصل ځانته هوسا او مرفه ژوند جوړوي. هغوی له دې وېریږي چې که چېرته د ټولنې د ټيټې کچې خلک پرمختګ وکړي او د فقیرانو د ژوند سطحه ښه شي، دوی به خپل اجتماعي موقف او امتیازات له لاسه ورکړي. دوی په تېروتنې سره فکر کوي چې که چېرته فقیران هوسا شي نو کیدای شي چې د دوی هوساینه او راحت ترې واخلي. دا هماغه خصلت دی چې په اصطلاح نور خلک نه شي لیدلی. یعنې نه خوښوي چې هغوی بریالي او هوسا شي. د فکر کولو دا ‌‌‌‌‌‌ډول کړندود په طبیعي توګه ملت له ودې او پرمختګه پاتې کوي. 
دا حالت زموږ په هیواد کې په ښکاره ‌‌‌‌‌‌ډول لیدل کیږي، چې زموږ د ملت د ودې او پرمختګ لوی خن‌‌‌‌‌‌ډ همدا غلط خصلت ده چې هیواد په رنګارنګ افتونو کې ګېر کړی دی. دلته د ملت په فکر کې هیڅوک نه دي، فقط خپلې چوکۍ ته متوجه دي.
که غواړۍ چې پرمختګ او وده وکړۍ نو خپل پرمختګ دې بل په پرمختګ کې تجربه کړئ.
 
بازمحمد منګل