عزل

 
پیدا مې نه کړ، که هر څو مې شوګیرې وکړلې
بیګا مې ځان پسې بلا ډیرې نارې وکړلې
ولې بیا بان زما د چیغو ځواب نه را کا و
ولې مې هسې د لمبو په لمن شپې وکړلې
دلته هیڅوک نه و محکوم نه ېې ګناه درلوده
دلته دخلکو پښو هسې زولنې وکړلې
بلې ډیوه څلور دیواله زما ښه شاهدان
چې ته مې یاده کړې او خدای ته مې سجدې وکړلې
ولې باران نه اورې ولې پسرلی نه لرو
دجل وهلې روح مې  تندې نه لمبې وکړلې
زموږ جنازې زموږ دقاتل په اوږو مه وړیه نور
چا عمرخیل ته بیا خوب کې دا ګیلې وکړلې .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ  
خوشال مینه
کابل افغانستان
۱۳۹۴ تله (میزان)