
لومړۍ برخه
د ټولو نویو کاروبارونو نږدې ۶۶ سلنه یې د خپل فعالیت په لومړیو اتو کلونو کې له ماتې سره مخ کېږي. دا د نویو کاروباریانو لپاره ستر خبرداری دی. تاسې د یوه نوي کاروباري په توګه کولی شی د هغو پنځو تېروتنو چې د دغو کسانو کاروبارونه یې له ماتې سره مخ کړي، مخنیوی وکړئ.
۱.هغوی له خپل وخت څخه سمه ګټه نه پورته کوي
کله چې تاسې د خپلې ورځې لپاره منظم پلان ونه لری، د تولید او جوړښت پر ځای هڅه کوی چې پر نورو په نیوکو خپل وخت تېر کړی. د بېلګې په توګه تصور وکړی چې د معمارۍ یو شرکت مو جوړ کړی او یو څو پروژې مو اخیستې. ددې لپاره چې ترلاسه کړې پروژې د ګټې اخیستنې وخت ته چمتو کړی، باید نقشې رسم، ډیزاینونه ترتیب او د خپلو قراردادیانو او انجنیرانو لپاره مهالوېش جوړ کړی.
خو که مو د دې ورځې لپاره له وړاندې پلان نه وي جوړ کړی څه به پېښ شي؟ دغه کار به د دې لامل شي چې تاسې دفتر ته راشی او ټول ورځ مو د نیمګړې پروژې په اړه تلفونونو ته ځواب ورکړئ.
دا یوه ستونزه ده او که دغه وضعیت د ډېر وخت لپاره دوام کوي، تاسې به د خپلو تولیداتو تر مهالوېش لاندې شی او په دې ډول به خپل مشتریان پر خپل وخت د پروژو د نه بشپړېدو له کبله له لاسه ورکړی.
ټوله ورځ خلکو ته د ځواب ورکول پر ځای، ځان ته پلان جوړ کړی او د وخت د ضایع کېدو مخه مو ونیسئ.
د دې ترڅنګ د ځان لپاره څو ساعته پر تولیداتو او داسې دندو د تمرکز لپاره ځانګړي کړی چې د پروژو له بشپړېدو سره مرسته کوي.
کله مو چې دغه کار وکړ له اضطراري حالت څخه به خلاص شی او ټوله ورځ به مو له تولید څخه لرې نه تېرېږي.
۲.خپل وخت پر غیر مهمو کارونو ضایع کوي
د دې تېروتنې د مخنیوي یوه ښه لاره ځان ته د ګوتې نیول دي. دغه کار له ځانه د پوښتنو له لارې کولی شی.
د بېلګې په توګه ستاسې کاروبار تېره میاشت په فیسبوک کې ۲۰۰۰ نوي فالوزر پيدا کړي دي. له ځانه پوښتنه وکړئ ولې او دغه دغه شی ستاسې له کاروبار سره څه کولی شي؟
د دغه ډول موضوعاتو په ارزولو سره تاسې کولی شی پيدا کړی چې کوم کارونه ګټور او کوم نه دي.
د فیسبوک د تعقیبوونکو لرل ښه خبره ده، خو ټوله کیسه همدلته پای ته نه رسېږي. که تاسې د دوی ترمنځ یوه برخه یې خپلو محصولاتو ته را جلب نه شی کړلی ګټه به یې څه وي؟
نور بیا...
سرچينه: هميانۍ