څنګه له دندې سره پر یوه وخت شخصي کاروبار جوړولی شو؟!/ دوهمه برخه

 
څلورم: متفکر ګروپ رامنځته کړئ
متفکر ګروپ د افرادو داسې ټولګه ده چې غړي یې د یو بل کارونه ارزوي، په منظم ډول یو د بل ملاتړ کوي، نوې ایډیاوې پنځوي او د ننګونو پر وړاندې ګډه مبارزه کوي.
متفکر ټیم له تاسې سره فوق العاده مرسته کوي چې حساب ورکوونکي او خوځنده و اوسئ.
دغه ډول یو ټیم د مخامخ کتنو، انلاین رسنیو او تلفون اړیکو له لارې رامنځته کولی شی.
د یوه متفکر ګروپ د جوړولو لپاره تر ټولو مناسب کسان هغه دي چې ستاسې په څېر یې نوی کاروبار پیل کړی دی.
پنځم: ځان مو په زده کړه کې ډوب کړئ
هر هغه شی چې ستاسې د کاروبار اړوندي دي، په اړه یې څېړنه او مطالعه وکړئ. انټرنېټ یوه غوره سرچینه ده چې د نوي کاروبار په اړه ترې ډېر معلومات ترلاسه کولی شی.
کورس ته ولاړ شی، ځان ته لارښوود ونیسئ او یا هم یو باتجربه کس پیدا کړئ.
د کاروبار اړوندې ویناوې او اډیو کتابونه واورئ. څومره چې په خپله برخه کې ډېره زده کړه کوی او مسلکي کېږی په هماغه اندازه ستاسې د بریا فرصت زیاتېږي.
شپږم: د خپلې دندې په اړه مثبت فکر ولرئ
هره ورځ د خپلې دندې اړوند داسې یو شی پيدا کړی چې د ستاینې وړ وي.
تاسې ښايي له خپلو همکارانو سره له ناستې پاستې خوند واخلی او یا هم له روخصتۍ. یا هم کېدای شي دغه شی وړیا قهوه او ستاسې ارامه څوکۍ وي.
اصله خبره دا ده چې په مثبتو ټکو پسې وګرځئ.
څومره چې په اوسني وضعیت کې مثبت شیان پیدا کوی، په هماغه اندازه په کاروبار کې ستاسې بریا زیاتېږي.
منفي افکار ستاسې ځواک له منځه وړي او نه مو پرېږدي چې تاسې خپلې هیلې تعقیب کړئ.
اووم: ورځني اهداف وټاکئ
هره ورځ د خپلې سوداګرۍ لپاره یو کوچنی او د اندازه کولو وړ ګام پورته کړئ. دا په یاد ولری چې ځینې وخت ښايي داسې ښکاره شي لکه تاسې چې هېڅ نه وي کړي.
په لومړیو ورځو کې ښايي ستاسې ډېر کارونه ستړي کوونکي وي؛ خو همدا کارونه ستاسې د سوداګرۍ لپاره مهم دي.
هره ورځ د یوه ګام په پورته کولو سره، که هغه ډېر کوچنی هم وي، تاسې به یوه ورځ پایلې احساس کړی.
د پورتنیو کارونو په ترسره کولو سره به یوه ورځ متوجه شی چې د خپلې اوسنۍ دندې ترڅنګ مو له خپلې هیلې سره سم شخصي کاروبار هم جوړ کړی.