
د «خوشال بابا فکري بهير»، چې «د افغان ملي غورځنگ»له لوري، په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کېپرمخ وړل کېږي هره اوونۍ نوبتي غونډې لري.
افغان ملي غورځنگ د هېواد د نورو ولاياتونو تر څنګدغهلړۍ په خوست کې هم پيل کړه.
د افغان ملي غورځنگ غړى ډاکتر خوشال روهي وايي، دا بهير به هره اوونۍ غونډې کوي، چې ځوانان به په کې د سيمې او نړۍ پر حالاتو خبرې کوي.
د نوموړي په وینا؛ په دې غونډه کې به د يوه کتاب مخ کتنه کېږي او ترڅنگ به يې د يوې موضوع په اړه پرېزينټيشن هم وړاندې کېږي، چې دا کولى شي د ځوانانو استعدادونه لاپسې وغوړوي.
د خوست يو شمېر ځوانانو د دې بهير په جوړيدو خوښي څرگنده کړه یو تن ځوان سميع الله لمر وايي، تر اوسه د ځوانانو د روزنې او فکري ودې لپاره داسې کومه هڅه نه وه شوې.
په خوست کې مدني حرکتونه او فرهنگي ټولنې فعالې دي؛ خو د ځوانانو د فکري جوړونې له پاره دا يوازینى پروگرام دى، چې په دې ولايت کې پيلېږي.
خبریال: فريدالله ظاهر.