په پکتيا کې له کليوالي ژرندو سلګونه کورنۍ د بريښنا برخمنې شوي

خبريال: فريدالله ظاهر- خوست
د پکتيا په يو شمېر ولسواليو کې د ملي پيوستون په چوکاټ کوچني بريښنا کوټونه جوړ شوي، چې د ځايي مسوولينو په خبره، ښه نتيجه يې ورکړي او د نورو سيمو خلک هم د ورته پروژو غوښتنه کوي.
د پکتيا د کليو د پراختيا او بيارغونې رييس انجينر رحمت الله سروري له المان غږ راډيو سره په يوه مرکه کې وويل، چې دا مهال د پکتيا په اريوب ځاځيو او جني خيلو ولسواليو کې د ابي بريښنا پروژې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به يې د جوړونې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.
نوموړى وايي: (( د دې پروژو جوښت په دې ډول دى، چې په سيمه کې د انجينرانو له لوري په کليوالي ژرندو کې (ډينامو) او نور تخنيکي توکي نصبوي او وروسته يوه ژرنده کولاى شي، چې په يوه وخت څلوېښتو کورنيو ته ٢٤ ساعته بريښنا ورکړي.))
نوموړى زياتوي، په ځينو سيمو کې داسې هم شوي، چې ژرنده لويه او اوبه يې ډېرې وي، نو تر دې څو چنده ډېرو کورنيو ته هم بريښنا رسولى شي او په خبره يې، دا وخت د اريوب ځاځيو په ولسوالۍ يوه ژرنده  ٣٠٠ کورنيو ته بريښنا ورکوي.
هغه وايي، دا پروژې په ډېر کم لګښت جوړيږي، او  له هرې ژرندې څخه د بريښنا د توليد لپاره، له څلوېښت زرو نيولي تر ٦٠٠ زرو ډالرو لګښت ته اړتيا ده.
د پکتيا د کليو د پراختيا رياست مسوولين زياتوي،  چې دا پروژې په هغه سيمو کې ښه نتيجه ورکوي، چې غرنۍ وي او يا هم په دوامداره توګه روانې اوبه ولري.
ځاځي اريوب او جني خېل دواړه غرنۍ ولسوالۍ دي، چې زياتره برخې يې په ځنګلونو پوښل شوي، ښکلي شنې درې او په ويالو کې دوامداره روانې اوبه لري.
ژرنده بيا هغه افغانى ماشيني توليد دى، چې په کلي کې د اوبو ويالې څخه په ١٠ ميتره ټيټه سطحه کې جوړيږي، يو لويه او پلنه ډبره تيږه پکې حرکت کوي او خلک ترې د غنمو او جوارو د ( وړو) يا منديا کولو لپاره ترې ګټه اخلي.