په سويل ختيځو ولايتونو کې د تور زيړي ناروغي ډېره شوي

خبريال: فريدالله ظاهر- خوست
د خوست د يو شمېر ولسواليو اوسيدونکي وايي، چې د دوى په سيمو کې د تور زيړي نارغي زياته شوي او د تداوۍ په برخه کې يې روغتيايي ادارو ورته هيڅ کار نه دى کړى.
هغوى وايي، په دې ناروغۍ اخته کسان د درملو د نه شتون له امله د ملايانو تعويذونه په غاړو کې ګرځوي او د ځينو خوراکونو له خوړلو پرهيز کوي، کنه نور د تداوي کومه بله چاره نه لري.
د دې ترڅنګ، په خوست کې د دې ناروغۍ زياتوالي يو زيات شمېر خلکو ته اقتصادي ستوونزې هم ورپېښې کړي دي.
د خوست د يعقوبيو سيمې يو اوسيدونکى عبدالغفار وايي: (( زموږ په سيمه کې مې داسې کسان ليدلي، چې په لوړو لګښتونو يې بهرنيو هېوادونو ته په مزدورۍ پسې د تګ لاره پيدا کړي، خو تور زيړى د دې لامل شوى، چې لګښتونه يې په اوبو لاهو شي او دى له سفره پاتې شي، ځکه هلته په نارغۍ اخته کسان نه پريښودل کيږي.))
د خوست د عامې روغتيا سرپرست رئيس ډاکټر هدايت الله حميدي مني، چې په ياد ولايت کې د تور زيړي ناروغي زياته شوي، خو وايي، چې دا زياتوالى يوازې په لوړ عمر کسانو کې دى.
د هغه په خبره، په ماشومانو کې له دې امله د تور زيړي ناروغي بيخي کمه ده، چې هغوى ته د روغتيا رياست له لوري وخت په وخت واکسين کيږي.
ښاغلى حميدي وايي: (( موږ د لوړ عمر کسانو لپاره د تور زيړي د تداوۍ هيڅ درمل نه لرو، په دې برخه کې له عامې روغتيا وزارت او له بهرنيو روغتيايي مؤسسو غواړو، چې لازمې مرستې راسره وکړي، ځکه ډېر خلک ژوند له لاسه ورکوي او په ښار کې يا واکسين نه پيدا کيږي، که پيدا شي، ډېر وړ قيمت لري.))
په همدې حال کې د پکتيا، پکتيکا او لوګر له ولايتونو څخه هم تر لاسه شوي راپورونه وايي، چې دغلته هم د ستر عمر په کسانو د تور زيړي ناروغي ډېره شوي او ورځ بلې لا زيات خلک پرې اخته کيږي.
د لوګر ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر محمد ظريف نايک خېل روهي ويب پاڼې ته وويل، چې چې په څرخ، برکي برک، محدغې او ازره ولسوالۍ کې د تور زيړي ډېرې پېښې ثبت شوي دي، خو په وينا يې، دوى هيڅ دوا درمل نه لري، چې د تور زيړي اخته د لوړ عمر کسانو واکسين ورکړي.
هغه په دې برخه کې د خپل وزارت مرسته غواړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه تېر کال د عامې وزارت اعلان کړى و، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې څه باندې اتيا سلنه افغانان روغتيايي اسانتياوو ته لاس رسى لري، خو لا هم ويل کيږي، په يو شمېر ولايتونو کې د تور زيړي لپاره هيڅ درمل نه پيدا کيږي او له همدې امله په ځينو کليوالي سيمو کې د نا پوهاوي له امله يو شمېر د تور زيړي ناروغان خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.