څنګه له دندې سره پر یوه وخت شخصي کاروبار جوړولی شو؟!


لومړۍ برخه
ژباړه
د وخوره او مه مره له ژونده د خلاصون لپاره د شخصي کاروبار جوړول د ډېری خلکو هیله ده، خو ستره پلمه یې دنده ده.
دوی د دندنې د له لاسه ورکولو له وېرې شخصي کاروبار ته زړه نه ښه کوي؛ خو ډېری بریالیو کاروباریانو تر هغه وخته چې په شخصي کاروبار کې یې بریا نه وي یقیني شوې، خپلو ورځنیو او رسمي دندو ته هم دوام ورکړی دی.
د لېږد دغه پړاو ښايي له فشاره ډک او ستونزمن وي، په ځانګړي ډول په هغه حالت کې چې تاسې له خپلې دندې خوند نه شی اخیستلی؛ خو په یاد ولری چې د شخصي کاروبار خوند په دغو سختیو ارزي.
جاه طلبي مهمه ده؛ خو هر وخت د پرمختګ لپاره بسنه نه کوي.
د هڅوونکو او وېښوونکو عواملو پېژندل له کارکوونکي څخه پر کاروباري ستاسې د بدلون په پړاو کې حیاتي ارزښت لري.
لاندې څو هغه موارد دي چې تاسې یې په ترسره کولو سره کولی شی له اوسنۍ دندې سره پر یوه وخت شخصي کاروبار پیل او په هغه کې بریالي شی
لومړی: د شخصي کاروبار د پيل لپاره خپل دلیل د منرال په څېر روڼ کړئ
له «ولې» سره ستاسې اړیکه د کاروبار د پیل لپاره لومړنی او مهم ګام دی. تاسې ښايي دې هڅولي وی چې د خپل ځان مدیران شی، مالي خپلواکۍ ته ورسېږئ، فري ټایم ولری، خلکو ته خپل نوښت وښيی او یا هم له خپلو ماشومانو سره په کور کې د پاتې کېدو لپاره کافي وخت ولرئ. هر یو چې ستاسې هڅوونکی وي، هماغه شی له تاسې سره په تمرکز او خپلو هیلو ته په رسېدو کې په ځانګړي ډول د سختو شرایطو پر مهال مرسته کوي.
دویم: خپلو هيلو ته ژمن شئ
د یوه کار د ترسره کولو لپاره لېوالتیا هغه ته له ژمنتیا سره ډېر توپیر لري. کله چې تاسې خپلې هیلو ته ژمن وی، الزام اواره ژمنه کوی، چې هیله به مو پر واقعیت بدلوی.
د دې معنا دا ده په دغه حالت کې که تاسې له ننګونو سره مخ کېږی، د حل لاره ورته پيدا کوی.
دا ژمنه لومړی له ځانه سره وکړی او وروسته یې له خلکو سره شریکه کړئ.
درېیم: د خپل کاروبار لپاره شخصي لیدلوری جوړ کړی
پر دې فکر وکړی چې له خپل کاروبار څخه څه غواړی او نتیجه یې د یوه کال په جریان کې په منظم ډول ولیکئ. هڅه وکړئ چې مشخص او په جزیاتو یې ولیکئ. کوم فعالیتونه غواړی چې په کاروبار کې یې ترسره کړی، مشتریان مو څوک دي، شمېر یې څومره دی او میاشتینی عاید مو باید څومره وي؟
لیدلوری مو هر سهار وختي او مازدیګر په زوره ولولئ، په بشپړ ډول مو تمرکز پر پایلو کړی، ستاسې لړزه« جنب و جوش» د کاروبار د رونق لامل کېږي.
پر پایلو د تمرکز له لارې تاسې کولی شی چې ځان د منفي افکارو له پراختیا وساتئ.
نور بیا...
سرچينه: هميانۍ