
ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ خپلې غوښتنې را کمې کړه، ترڅو خپلو هیلو ته ورسېږې .
۲ ـــ د لویو خلکو افکار د نورو له پاره په تیاره بیابان کې د ډیوې حیثیت لري .
۳ ـــ دا چې د بشر هیلې پای نه لري او هره هیله له ځان سره بله هیله لري، د دې له پاره چې خپلې هیلې ته ورسېږې، نو هېڅکله هیله مه کوه .
۴ ـــ څومره سرونه دي، چې لوی افکار پکې شتون لري، مګر د نورو د افکارو مخنیوی کوي .
۵ ـــ که چېرې غواړې، چې خپلو ټولو هیلو ته ورسېږې، نو معقوله هیله ولره .
۶ ـــ زه خپلو ټولو غوښتنو ته د ارادې په ځواک ورسېدم .
۷ ـــ آزادي په یوه ځانګړي فرد پورې تړاو نه لري، بلکې په ټولو پورې تړلې ده .
۸ ـــ ژوند خوښي او خندا ده، په دې شرط چې وسیلې جوړې او زړه خوشاله وي .
۹ ـــ آزاد واوسه او پرېږده، چې ټول له دې ډالۍ څخه برخمن شي .
۱۰ ـــ دین داسې شیان لري، چې ډېر لارویان یې ترې خبرې نه دي .
۱۱ ـــ اې آزادۍ ! نه پوهېږم، چې د دې پراخې نړۍ په کوم ځای کولای شم پر تا تکیه وکړم .
۱۲ ـــ دین انسان له بدۍ او کوږوالي ژغوري او له خدایه حیا کوي، همدغه له الله (ج) څخه شرم کول دي، چې نه پرېږدي انسان خطا وکړي .
۱۳ ـــ ټول هغه کړاوونه چې نن یې زغمو، راتلونکې ته د هیلو پایله ده .
۱۴ ـــ دعا د روح سکون دی .
۱۵ ـــ ځینې داسې تصور کوي، چې راتلونکې څه ده، همدا نن او پرون د راتلونکې یوه برخه وه .
۱۶ ـــ لوږه په کافي اندازه د انسان فکر بوختوي، چې هېڅکله د آرامتیا په فکر کې نه شي، که نه نو تفریح د بدن جوړونکی ځواک دی .
۱۷ ـــ که چېرې غواړې، چې په راتلونکې پوه شي، نو پرېږه چې زه یې درته ووایم، البته سبا ورځ .
۱۸ ـــ زموږ خېټه چې مړه وي، نو آرام ته اړتیا وي، که نه نو وږې خېټه د تفریح او آرام په اړه فکر نه کوي .
۱۹ ـــ ادب د هر فرد د شخصیت نښه ده، کوچني او ستر ته درنښت لرل هم د هغه یوه برخه .
۲۰ ـــ سیاست، سیاسي لوبغاړو ته پرېږدئ او له هر ډول ډلو ټپلو څخه پاک واوسئ .
۲۱ ـــ بې ادبه سړی هغه څوک دی، چې د مور او پلار په دسترخوان نه وي ناست .
۲۲ ـــ په داسې ټولنه کې، چې د اقلیت سوکالي او آرام ژوند د اکثریت په درد او شکنجې پیل شوی وي، آیا ویلی شو چې آزادي شته .
۲۳ ـــ ادب د اصیلتوب او کورنۍ روزنې نښه ده .
۲۴ ـــ نه پوهېږم، چې د جګړه غوښتونکو سوچ او فکر ولې د خدای (ج) د بنده ګانو د تباهۍ لامل کېږي .
۲۵ ـــ ادب یوازینۍ پانګه ده، چې د هر چا په برخه نه کېږي .
۲۶ ـــ څوک چې وجدان لري، هېڅکله له نورو سره بد نه کوي .
۲۷ ـــ نېک اخلاق د یوه ښه ژوند بنسټ ږدي .
۲۸ ـــ خدای (ج) ټولو ته پوهه ورکړې ده، خو یوې ډلې ترې ګټه نه ده پورته کړې .
۲۹ ـــ نېک اخلاق هغه شتمني ده، چې الله (ج) انسان ته ارزانه کړې ده .
۳۰ ـــ که یوه شېبه طبیعت ته ځیر شئ، په هغه وخت کې به د الله (ج) په ستر والي پوه شئ.
۳۱ ـــ بد اخلاقي هغه اوبه دي، چې څاڅکی څاڅکی راټولې شوي او بد بویه شوې وي او ټول ناخوښه کوي .
۳۲ ـــ هغه چې ښاد دي او خاندي، دنیایې په هېڅ شمېرلې، د دنیا بې ارزښتي یې پېژندلې ده.
۳۳ ـــ د بریا یو راز د پیاوړې ارادې لرل دي .
۳۴ ـــ په ټول ژوند کې ونه توانېدم چې په سمه توګه دوست غوره کړم، کېدای شي دا به زما خپله ستونزه وه .
۳۵ ـــ هر څوک چې اراده لري، یانې هر څه لري .
۳۶ ـــ ځینې کسانو په دنیا باندې زړه بایللی او فکر کوي، چې د هغې په څېر باقي پاتې کېږي، په داسې حال کې چې موږ تلونکي یو او هغه پاتې کېږي .
۳۷ ـــ د پیاوړې ارادې لرونکی سړی کولای شي، دنیا تر خپل واک لاندې راولي .
۳۸ ـــ چې هرڅومره څېړنه او پلټنه وکړئ، په هماغه اندازه به د دنیا په بې ارزښتۍ پوه شئ .
۳۹ ـــ اراده یوازې هغه څه ده، چې انسان خپلو غوښتنو ته رسوي .
۴۰ ـــ انسان چې لوبې کوي د ځوانۍ او خوښۍ احساس کوي .
۴۱ ـــ د ټولو پلیتیو سرچینه بد افکار دي، چې په خپلو ماغزو کې ځای ورکوو .
۴۲ ـــ خپل دښمنان په خپلو خپلوانو کې لټوه .
۴۳ ـــ ستاسو افکار ستاسو د شخصیت جوړونکي دي، ښه فکر وکړئ .
۴۴ ـــ سستي او ټنبلي لاس په لاس شوي او ماتې یې رامنځته کړې ده .
۴۵ ـــ پرېشانه افکار ژوند پرېشانوي .
۴۶ ـــ اولادونه د ژوندانه ښکلي ګلونه دي، البته ګلونه ازغي هم لري .
۴۷ ـــ زموږ افکار، زموږ ژوند دی، هر هغه څه چې زموږ په ماغزو کې ګرځي، زموږ ژوند تشکیلوي .
۴۸ ـــ انسان تل په فکر کې دی، خو توپیر په څه فکر کولو کې دی، جوړونکی یا ورانونکی .
۴۹ ـــ فکر کول د ژوند په ټولو پړاوونو کې اړین دی، خو په ځانګړې توګه د واده کولو پرمهال ډېر اړین دی .
۵۰ ـــ کله چې حیوان انسان وداړي، هغه له منځه وړو او کله چې انسان حیوان داړي، نو هغه هڅوو .