#لویه خدایه 

 
  ستا نړۍ ته چې زه ګورم لویه خدایه
  ستا قدرت راته معلوم شي سر تر پایه
 
   په هر هست کې د بیان کړل قدرتونه 
 زه به څنګه کړم اداء دا ستا شکرونه   
 
 په مخلوقاتو کې د اشرف المخلقات کړم
 په دې ښکلو نعمتو د زه سېر آب کړم  
 
 اوس چې نه کوو دا ستا په احکامو عملونه
  دا د جهل نه مو پاک کړې زموږ زړونه
 
   موږ عاجزه او ناپوهه ستا بنده ګان یو 
 عاجزان ستا په قدرت په دې بیان یو 
  
 هر نعمت ته دې د شکر په سجده یم لویه خدایه
  په رحمتونـــــــو د ما یاد ساته زمـــــــــا خدایه
    #بازمحمد منګل