
په افغانستان کې دا ډېر بد دود ګرځېدلی دی، چې که اسماني کاڼی هم د چا په سر را ولوېږي، نو حکومت ته بد رد شروع کړي. ښه به پوهېږي چې په هغه راپرېوتې ټکه او پېښه کې به د حکومت هیڅ قصور هم نه وي، نو مګر بیا به هم حکومت او چارواکو ته سپکې سپورې وایي. د چهارشنبې په ماښام په دارالامان سیمه کې طالبانو د طلوع تلویزون د کارکوونکو پر موټر برید وکړ، چې په پایله کې یې د یاد تلویزون کارکوونکي شهیدان او ټپیان کړل. دغه پېښه د هېواد په ګوټ ګوټ کې هر چا وغندله او دا یې یو وحشیانه او ترهګریز برید وباله. طلوع خېلو او ځینو نورو مغرضو افرادو او ډلو له دغه برید څخه د حکومت د ملامتولو او غندلو لپاره ګټه واخیستله، ځکه هغوی پر وژل شویو او ټپیانو د خپګان او ویر پرځای سیاسي او سوداګریزه ننداره جوړه کړه، څه شی چې په خوله ورتلل، نو حکومت، رهبري او په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیتي سکتور مسوولینو ته یې ویل. دا لومړی ځل نه دی چې د دغه وړ بریدونو او پېښو پرمهال یوازې حکومت او مسوولین غندل کېږي، بلکې تر دې دمخه هم هر ځل همدا کار شوی دی، خو که د دې پرځای خلک لږ له عقل څخه کار واخلي او د حکومت او مسوولینو د غندلو پرځای ترهګرې او بریدګرې ډلې وغندي، نو باور دی چې هغوی به زړه ماتي شي، خجالت به شي او که سل په سلو کې د بې ګناه خلکو له وژلو لاس وانخلي، نو لږ ترلږه په دغه وړ وحشیانه بریدونو کې به پام وړ بدلون او کموالی راشي. طالبانو د طلوع د کارکوونکو پر موټر ناڅاپي برید ونه کړ، بلکې څو میاشتې وړاندې یې طلوع او یک تلویزیونو ته کلک اخطارونه ورکړل او دوی یې د بې طرفي د اصل په نه مراعتولو تورن کړل، خو دا په دې مانا نه دی چې طالبانو ته دې برائت ورکړل او د دوی دغه وحشیانه برید دې برحقه وګڼل شي. که طلوع خېل د طالبانو پر وینا د بې طرفي د اصل د نه مراعتولو له مخې ملامت وای، مګر طالبانو د هغوی د کارکوونکو د وژلو حق نه درلود، ځکه لومړی باید د هغوی ملامتیا د محکمې له لارې اثبات شوې وای او بیا له اثبات وروسته د هغه عمل سزا ورکړل شوې وای، مګر طالبانو وحشت وکړ، له محاکمې پرته یې بې ګناه کارکوونکي شهیدان او ټپیان کړل، دا ځکه چې د وحشت او دهشت خپرول د طالبانو اصلي دنده ده. د طالبانو د برید په پایله کې د طلوع تلویزیون د کارکووکو په شهیدانولو او ټپیانولو کې چې څومره بریدګر ملامت دي، نو همدومره طلوع خېل هم ملامت دي، خو طلوع خېل د خپلې ملامتیا د پټولو په موخه ټوله پړه د دولت او د امنیتي سکتور د مسوولینو غاړې ته اچوي. طلوع خېل ځکه ملامت دي، چې دوی ولې خپلې خپرونې د افغانستان د اساسي قانون، د اسلامي او ملي ارزښتونو د حکمونو سره سمې نه عیاروي؟ ځکه دوی تل په ټولنه کې کرکې، تفرقې، تاوتریخوالي، نفاق، تعصب او نورو هغو مسایلو ته لمن وهي چې د قوانینو له مخې سرغړونه او جرم ګڼل کېږي. د طلوع خېلو د ملامتیا بل دلیل دادی چې کله وسله والو طالبانو دوی ته ګواښ وکړ او د دوی په کارکوونکو یې د برید خبرداری ورکړ، نو ولې دوی د خپلو کارکوونکو د ساتنې او خوندیتوب په موخه ځینې احتیاطي تدابیر ونه نیول؟ د بېلګې په توګه طلوع خېل ښه په دې پوه شول، چې طالبانو د برید ګواښ ورته کړی، نو ولې یې په ملي بس او یا لوی موټر کې د کارکوونکو د لېږلو پرځای هغوی ته واړه موټرونه (کرولا، سراچه او نور) کرایه نه کړل، ځکه چې یو خو په وړو موټرو د برید احتمال ډېر نه وي او دویمه دا چې که چېرې خدای مه کړه برید هم کېدلی، نو دغومره ګڼو کسانو ته به په یو ځل د مرګ او ژوبلې زیان نه اوښته. سره له دې چې طلوع خېل پرېمانه مالي امکانات لري، مګر دوی ته د خپلو کارکوونکو ژوند همدومره بې ارزښته دی لکه څومره چې وسله والو طالبانو ته د عامو خلکو ژوند بې مانا دی. که طلوع خېلو ته واقعاً د خپلو کارکوونکو ژوند ارزښت لرلی، نو دوی به د خپلو کارکوونکو تګ راتګ لپاره د ملي بس پر ځای واړه موټر چې تر ملي بس لږ ګران تمامېږي کرایه کړي وای. طلوع خېل د دې لپاره چې په دې برخه کې خپله ملامتیا او بې غوري ومني ، نو برعکس خپله ملامتیا د حکومت او امنیتي مسوولینو په اوږو ور اچوي. دا سمه ده چې د خلکو امنیت او خوندیتوب د حکومت او په ځانګړي ډول د امنیتي مسوولینو مسوولیت دی، خو دا هم باید هېره نه کړو، چې په افغانستان کې شرایط جنګي دي او په دې وروستیو کې له بده مرغه د افغانستان دښمنانو د خپلو بریدونو ډول ته بدلون ورکړی دی، چې تشخیص یې یو څه ستونزمن دی. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د خلکو د خوندیتوب او ساتنې په موخه شپه او ورځ هلې ځلې کوي او په دې لاره کې د خپلو سرونو، وینې او ژوند په ارزښت قرباني ورکوي، مګر بیا هم طلوع خېل او ځینې نورې مغرض اشخاص او کړۍ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په سرښندنو او قربانیو سترګې پټوي. د کندز ښار د سقوط پرمهال همدې طلوع تلویزیون د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مورال او روحیه ځپله او هره شیبه یې د دښمنانو د برلاسي بې بنسټه او تبلیغاتي خبرونه خپرول. طلوع خېلو بیا بیا کوښښ کاوه چې په لوی لاس د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دښمن پر وړاندې کمزوري، مات شوي او بې موراله وښیي، خو نن د افغانستان همغو دښمنانو چې طلوع خېلو یې په ګټه تبلیغاتي خبرونه او راپورونه خپرول د طلوع تلویزیون کارکوونکي په نښه او شهیدان کړل. طلوع خېلو ته ښایي چې له دې وروسته احتیاط وکړي، په خپله نشراتي پالیسي دې له سره غور وکړي، د افغانستان له اساسي قانون، د اسلام له سپېڅلي دین او د افغانستان د خلکو له ملي ارزښتونو او ګټو سره سمې دې خپلې خپرونې عیارې کړي او پردي اولادونه دې د خپلو حماقتونو او غیر قانوني خپرونو او فعالیتونو نه قرباني کوي. د افغانستان د دښمنانو پرځای دې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د مبارزې روحیه او مورال ورکړي او د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ دې وکړي، ځکه چې زموږ امنیتي ځواکونه زموږ د هېواد اصلي ساتونکي او رښتیني بچیان دي او د افغانستان دښمنان د نورو لاسپوڅي دي چې د خپلو بادارانو د خوشالولو په خاطر هره ورځ د افغانستان بې ګناه خلک شهیدانوي او د مظلومو خلکو وینې بهوي، چې همدا د طلوع تلویزیون د کارکوونکو شهیدانول او ټپیانول د افغانستان د دښمنانو د وحشت لویه بېلګه ده. که چېرې طلوع خېل خپل ځانونه اصلاح نه کړي او په خپلو پالیسیو کې د بدلون راوړلو په موخه له سره غور ونه کړي، نو باور دی چې د افغان ولس ملاتړ او خواخوږي به په بشپړه توګه له لاسه ورکړي او خدای مه کړه د ډېرو نورو هغو افغان ځوانانو ژوند ته به ګواښ پېښ کړي، چې له یاد تلویزیون سره په بېلابېلو برخو کې همکاري لري.