د ډموکراتو داعشیانو اعلامیه

 
"شورای حراست و ثبات افغانستان حمله دیروز را جدآ تقبیح و محکوم میکند و نشانه گرفتن آزادی بیان را به معنای نشانه گرفتن دستاوردهای چهارده ساله افغانستان میداند و اینرا یک عمل ضد بشری و انسانی بیان میکند و حکومت افغانستان باید استراتیژی حمایت از خبرنگاران را تدوین بکند و تعهد که در برابر جامعه خبرنگاری دارد آنرا به انجام برساند."
ښایي فکر وکړئ چې دا وینا د د سویس، سوسیال دموکرات او یا هم د آلمان اس پې دې ګوند بیان دی. خو نه، داسې نه ده. دا وینا د یوشمېر مشهورو جنایتکارانو او ناکاوټ شویو غلو ده چې اوس یې پرځان د " شورای حراست و ثبات افغانستان" مارک لګولی دی خو په حقیقت کې د افغانستان د "حراست و ثبات" لوی دښمنان همدوی دي. افغانستان باید لومړی له دوی حراست شي چې ثبات پکې راشي. د دغه ډلې لومړۍ کرښې کسان په خټه هماغه قدیمي اوریجنل داعشیان + نامتو غله او جاسوسان دي. خو د دغو داعشیانو سرغنه "خلیفه البغدادي "  نه بلکه "خلیفه الپغماني" دی. " خلیفه الپغماني" هم په ږیره، هم په عمر پر"خلیفه البغدادي" مشر دی. په داعیشیتوب و وحشت کې بیا "البغدادي" شاګرد هم نه نیسي. "البغدادي" نوی له خاپوړو راوتلی وه چې "الپغماني" سرونه ریبدل.  "خلیفه الپغماني" عربي زده ده، په تیاتري ستیجونو کې فارسي وایي خو کله کله یوه نیمه پښتو هم ترې راوځي. بلا کمالونه یې زده دي، د ورځې په نرخ ډوډۍ خوري، جیبونو کې یې نغدې عربي فتواوې پرتې دي او دا دی اوس یې نوی کمال چې د دموکراسي و بیان آزادي ټیکه یې هم واخیسته.
 خو آیا دوی په ریښتیا دموکراسي و بیان آزادي ته ژمن دي؟! ځواب مطلق منفي دی. د دوی و دموکراسي مناسبات داسې دی لکه توره شپه او سپینه ورځ، لکه لېوان چې راغونډ شي د پسونو ملاتړ اعلان کړي. لکه ګیدړه چې ووایي د چرګانو ساتونکې یم. لکه تور کارغه چې د بلبل پېښې وکړي او…  دوی هغه کسان دي چې بیان آزادي یې کفر سره پرتله کوله. دوی به هرڅه شي، خو د دموکراسي ملاتړي نه شي کېدای. څه چې دوی کوي، د "دموکراسي تیاتر" دی چې ښکېلاک ورته جوړ کړی او دوی په کې تمثیل کوي.  په یوه هیواد کې دموکراسي اندازه کولو لپاره مختلف شاخصونه کارول کیږي. خو دلته د دموکراسي شتون و نشتون یو ډیر ساده شاخص دا دی: ترڅو چې دغه داعشیان او غله او جاسوسان د  "دموکراسي تیاتر" کې لاندي باندي کیږي، نو دموکراسي به په چراغ و ذره بین هم پیدا نکړئ. که په ریښتیا دموکراسي موجوده وي نو دوی او دوی ته ورته نورو په غاړو کې به یا رسۍ پرتې وي او یا به د زندان میلو ترشا وي.