غزل

 
چی له خولی وځی اهونو کی می ژوند دی
تل د سرو وینو دنډونو کی  می ژوند دی
 
چی ادم یی د غنم په دانه تیرویست
لوی ابلیس سره په چلونو کی می ژوند دی
 
سر به ټیټ نه کړم نمروت ته زه پاڅون یم
ابراهیم غوندی اورونو کی می ژوند دی
 
د یعقوب زړه وه سوری یوسف فراق کی
د میری ورونو رازونو کی می ژوند دی
 
د یوسف سره ورونو داسی کانی وکړی
د کوهی په دیوالونو کی می ژوند دی
 
فرعونانو نه موسی وه په تکلیف کی
جهالت دی جاهیلونو کی می ژوند دی
 
د خدای لاره کی عیسی کفر له لاسه
دار په سر په صلیبونو کی می ژوند دی
 
د بشر شعار ظاهر، پټه پلمه ده
بشریت په نوم سرو وینو کی می ژوند دی
 
ما مطیع لاره یوه ده چی پاڅون دی
په دی نه یم که دارونو کی می ژوند دی
مطيع الله روفي