وېښ شه پښتونه:

 
د پښتون غیرت او شهامت او د دوی مبارزه دا هیڅ څوک نشي زغملی.
دا یو داسې حقیقت ده چې ټوله نړۍ ښه واضح ورباندې پوهیږي او په ثبوت ورته رسیدلی ده.
نو کوم هیوادونه چې دلته په ګران افغانستان کې خپلې ګټې لري، هغوی نغواړي چې پښتانه په خپلو پښو ودریږي، ځکه پښتون غلامي نشي کولی او که ویې کړي تر یوې لن‌‌‌‌‌‌ډې مودې پورې یې کوي.
د هغو هیوادونو لپاره چې زموږ په هیواد کې لاس وهني کوي، دوی ته د پښتون قوم یو لوی خن‌‌‌‌‌‌ډ ده چې دوی غواړي چې دا خن‌‌‌‌‌‌ډ له منځه یوسي. 
د دې لوی قوم ضعیفول په بی اتفاقۍ او بی سوادۍ باندې ممکنه ده، چې دوښمنان اوس له همدغو دوو نقطو څخه استفاده کوي رنګ په رنګه نومونو باندې مو وژني هغه که د پولې دې خوا وي او یا د پولې هغه خوا پښتانه وي، جنګ او مرګ په پوښتون ده. د پښتون مدرسه سوځول کیږي، د پښتون مکتب سوځول کیږي او د پښتون په پوهنتون برید کیږي. موږ  د غفلت په خوب وېده یو انتظار باسو، نوی نسل مو ورو ورو د بې سوادۍ او تباهۍ په لور روان دی خو موږ وېده یو انتظار د خپلې تباهۍ کوو. څه شه هغه غیرت هغه شهامت چې پخوا وه؟؟
وېښ شه پښتونه همدا اوس یې وخت دی لاسونه سره ورکړئ یو موټی شئ، قلم رواخلی تعلیم وکړئ ،اوس جنګ په توره ناممکنه ده . 
بس دومره درته وایم چې نور د غفلت خوب پریږده، وېښ شه خپل دوست او دوښمن وپیژنه. خپل ورور مه وژنه د پردیو په لمسون، خپل ځان د تباهۍ څا ته مه ورغورځوه .
دوښمن مه خوشحاله کوه وېښ شه، تر څو به داسې بی تفاوته ژوند ته دوام ورکوو؟ 
پاچاخاني په کار ده .
د یوه وېښ پښتون په هیله.
په اخېر کې دا څو بیتونه هم درته ‌‌‌‌‌‌ډالۍ کوم: 
 
ولې غم؟؟تر څو به وي دا جنګ؟؟
دا ژوندون به تر څو وي بدرنګ؟؟ 
هلته بم دلته بم ټول یو غمجن 
ولې ورور سره  ورور کوي جنګ
لوی خزان دی راغلی په دې ښکلی ګلشن
لویه خدایه نور مو خلاص کړې له دې جنګ 
بازمحمد منګل