
لومړی خو فکر کوم پرته له دې چې زه ځان ته د چا د کیسې په اړه د نظر حق ورکړم یوه یادونه اړینه بولم، هغه دا چې په پښتو کې د کره کتنې او نقد حس چې مړاوی شوی، همدا خبرې دي، ځینې ځان ته دا جرات نه ورکوي چې د یو چا په کیسه، شعر او یا کومه ادبي پنځونه کره کتنه وکړي، او کره کتونکی په حقیقت کې د خپل ځان او د خپل هنر دښمن بولي فکر کوي چې کره کتونکی له دوی سره کومه ځانګړې ستونزه لري، خو خبره داسې کره کتونکی نه یوازې دا چې د اثر په ښه والي او بد والي خبرې کوي تر څنګ یې لیکوال ته لاره هم روښانه کوي، که په ټولیزه توګه وایو کره کتونکی د لوستونکي له پاره د اثر ښکلا را برسیره کوي، او تر ډیره لوستونکی داسې ښکلاوو ته متوجه کوي چې حتی خپله د لیکوال فکر هم نه وي ور رسیدلی، خو د ځینو په هکله د اثارو د پنځوونکو کرکه سمه ده یعنې ځینې داسې کره کتونکی هم شته ددې پر ځای چې په اثر خبرې وکړي د اثر په لیکوال خبري کوي د هغه د شخصیت ښو او بدو ته اشاره کوي، چې دا بیا له ورایه ښکاري چې د اثر له لیکوال سره تربګني لري او ځینې بیا کره کتنه د څو معلومو او پیاوړو لیکوالو کار بولي؛ خو زه فکر کوم که ځوان لیکوال هم د کره کتنې او نقد تجربه وکړي، بده به ځکه نه وي چې پدې کار به یې له یوې خوا د کره کتنې له دودېدو سره مرسته کړي وي؛ چې دا چاره په خپله د ادب د پیاوړتیا لامل کېږي او له بلې خوا به یې د ځوانو استعدادونو له لا غوړاوي سره مرسته کړې وي.
د مالګې په نامه مې د شریفې شریف یوه لنډه کیسه ولوسته، که څه هم په دې وروستیو کې تکړه ښځینه کیسه لیکوالو د کیسې لیکنې په ډګر پلونه ایښي خو زما په نظر یې له احساساتو سره په احتیاط قدم پورته کړی، له یوې خوا د ټولنې، دیني، کلتوري او ټولنیز جوړښت د ځان په وړاندې خنډ ګڼي او له بلې خوا د کیسه لیکنې تاندوالی او ځوانوالی هم په یو ډول د خپل کار په وړاندې د جرات د ژبغړاندۍ لامل ورښکاري؛ خو شریفې شریف د مالګې په نامه کیسه کې یو پټ درد او زموږ د ټولنې د هماغه دیني، کلتوري او ټولنیز جوړښت له مخې ( پټه ګناه) لوڅلې او زموږ په ټولنه کې یې د ښکاره پاکیو، زړه سواندیو او باورونو د پردې شاته سر ورښکاره کړی او د ښځینه احساس له عینکو یې د هغه زهري ښامار سترګې او زهري غاښونه په نښه کړي چې د ټولنې په کونج کونج کې یې په همدې ټولنه خوله خښه کړې او چیچلې یې ده.
زه فکر کوم چې د کیسې زیږون هان ځمکې ته د آدم ع او حوا له راتګ سره پیل شوې، د هغوی کیسې هابیل او قابیل او دهغوی کیسې بیا تر ډېرو را وروستو پورې پاتې شوې دي، پرمختګ، موندنې، پوهې او لاسته راوړنې هم له کیسو سره غځېدلې، هرې کیسې یو پرمختګ د انسانانو لپاره ډالۍ کړی او هر پرمختګ هم ځانته کیسه زیږولې، پرونیو ننیو ته او ننیو سبانیو ته کیسې پرې ایښې دي، په بدو یې خپه شوي په ښو یې خوښ شوي او بېرته یې تکرار کړي دي، د ښو تکرار یې ښې پایلې په لاس ورکړې او د بدو تکرار یې بدې پایلې…
لنډه کیسه هم که له تخنیکي نظره سوونه کاله کېږي چې لیکل شوې خو د کیسې ریښې له انساني تاریخ څخه نه بېلېدونکې دي او تاریخ یې هم په خپله تاریخ بللای شو.
په پښتو ژبه کې هم په طبیعي توګه له پښتون ټبر سره کیسې وې او بالاخره دادي د لنډې کیسې په بڼه کې کیسو هم ټولنې ته لاره وموندله او ګڼې کیسې لیکل شوې او ګڼ کیسه لیکوال هم ددغه ژانر په آسمان ځلیدلي دي.
شریفه شریف نه پېژنم، چې څوک ده؟ او څه کار کوي؟ او دا هم ښايي زما سستي وي چې د داسې یوې لیکوالې لومړنۍ کیسه لولم له دې وړاندې یې ښايي کیسې لیکلې وي خو دا یې لومړنۍ کیسه ده چې زه یې لولم، له تخنیکي پلوه هم د لنډې کیسې بڼې ته په پام سره د مالګې کیسه په تول پوره راخیژي، خو څه چې هر وخت د یو لیکوال سره یې په اړه اندېښنې موجودې وي دا نه ده چې له تخنیکي پلوه یې کیسې ته څوک څرنګه ګوري، زه فکر کوم یعنې خپله داسې احساس کوم چې د کیسې په منځ پانګه او ښه او بد کې څوک څه وايي؟.
په کره کتنه کې د ښه او بد په اړه پرېکړه، زه فکر کوم چې کره کتونکی ډیری وخت د ښه او بد فلسفې ته وړي یا یې هم په لېرې خیالونو بیايي؛ په داسې حال کې چې په ټولنه کې چې څه تېرېږي یواځې په لیکوال پورې اړه نه لري په ټولو وګړو پورې تړاو لري؛ خو کله چې د هغو پټو جنایتونو، دردونو او ( ګناوو) د لوڅلو خبره راځي لیکوال په یو ځانګړي ډار ورسره چلند کوي، دا زموږ د ټولنې یوه ځانګړنه ده او په خواشینۍ سره چې دا پولې تر اوسه چا نه دي ماتې کړې او لیکوال اوس هم ډارنده دې دردونو ته لاس اچوي، زه فکر کوم چې خپل دیني مسولیت ته په پام سره په پاک او سپيڅلي احساس په جدي ډول له ګناوو سره مقابله اوسني لیکوال ته اړینه برېښي تر څو پرې له دې ښکارندې سره مبارزه وکولای شي.
په (مالګه) کیسه کې لیکواله د یوې کوچنۍ نجلۍ یو پټ درد، یوه پټه ګناه او یو پټ احساس نندارې ته ږدي، د لنډې کیسې د آر له مخې یو بل، ناوړه احساس، یوه ناوړه ګناه، یو ناوړه چلند او یو ناوړه باور را اخلي، نجلۍ په کوچنیوالي کې یو دکان ته په سودا پسې لیږل کېږي هټۍ وال، په وحشي توګه په وحشي احساس او وحشي باور، له نجلۍ سره پټه ګناه کوي، زموږ د ټولنې د پاکو دیني او کلتوري باورونو له مخې کوچنۍ معصومه نجلۍ د تل لپاره بدبخته کوي، د ګناه، بدۍ او ناولتیا ډنډ ته یې غورځوي، خپله هټۍ وال هم د ګناه په سمندر کې په تر ټولو بدو او دوزخي څپو کې په لامبو بوختېږي.
لیکواله، د اسلام د مبارک دین له نظره یوه ستره ګناه نندارې ته ږدي، له دې سترې ګناه وروسته یوې ټولنیزې او دودیزې (ګناه) ته راځي:
(( نازو غوښتل چې منډه کړي خو پښې يې درنې وې منډې يې نه شوای وهلی . نجيب کا کا ځان په خپل ځای کې سمواوه .
فکر دې ونيسه د کلچو پر مږدیګي(میدهګي) دې پښه کيښوده ، ګناه لري .
نازو ښکته وکتل پښه يې يوې خواته کړه اوله دکان څخه ښکته شوه. د نجيب کا کا غږ يې په غوږو کې په نيمه شپه کې د لريو ليوو چيغو ته ورته راته . ))
وروسته لدې چې دا ستره ګناه ترسره شوې، ګناګار نجلۍ ته وايي د کلچو په پاتې شونو پښه مه ږده چې ګناه لري…
زه فکر کوم په کیسه لیکنه او د احساسونو په لېږد ډېر کارونه کېدای شي، په ټولنه کې بې خرته ګناوې، ګڼ دردونه، ګڼ جنایات او زیاتې ناولتیاوې چې عموماً په سپینه جامه کې پټې او له سترګو پنا شوې دي؛ خو دا چې همداسې پټې دوام ولري ښې دي که په ډاګه شي؟ هر چا ته دا احساسونه ورسول شي او خلک پرې فکر کولو ته اړ شي؟ او بالاخره خلکو ته د ښو او بدو په اړه د فکر کولو چانس په لاس ورشي؟.
له خدایه ډار، ګناه، ناوړه او بد احساس، خپګان، ژړا او تیاره ورځ او تیاره راتلونکی که له یوې نجلۍ سره پاتې کېږي؛ خو بل خوا د ګناه ناولی ډنډ هم ورځ تر بلې په ډکېدو دی او دا یواځې په یوه نجلۍ او یوه سړي پورې نه محدودېږي، دا ګناوې د ټولنې لمن نیسي او د اسلام د سپیڅلي دین له نظره له داسې ګناوو سره مبارزه په کار ده او ددغې مبارزې غځول د هرې ټولنې دنده ده.
په پای کې د دې په یادولو سره چې ( مالګه) کیسه په خپل ځای کې په ښه ډول غځېدلې، ښه ډیالوګ او ښه پای لري؛ خو د کیسې د لید زاویې ته په پام سره په ځینو مواردو کې لیکواله د لید له زاویې یو څه لیرې شوې، په دې زاویه کې لیکوال یواځې په تصویر او ډیالوګ تکیه کولای شي پداسې حال کې چې د مالګې لیکوالې کله کله هم له ځانه یا له لومړۍ زاویې خبرې کړې دي، مثلاَ:
نازوپه کورنۍ کې تر ټولو کوچنۍ وه، لا پنځه کلنه نه وه… هغه ورځ پر نازو لکه کال تيره شوه … د نازو دا پرده ډيره بده ايسيده…
زه نه وایم چې خدای مه کړه دا تېروتنه ده، خو کله چې لیکوال له داسې زاویې خبرې کوي بیا به نو یواځې کرکټر انځوروي او د هغه انځور له مخې به لیکوال پوهېږي چې دا نجلۍ څومره ده، یا هم هغه کومه چاره ترسره کوي لوستونکی پوهېږي چې له دې یې بد راځي او یا یې هم انځور داسې دی نو هغه خپه ده او وخت پرې سخت تېرېږي.
دا یادونه مې د کیسې تر ښکلا او اغېز پورې کړې مطلب مې دا نه دی چې ګوا د کیسې نیمګړتیا ده، دغه راز د کیسې پیل هم زه فکر کوم هغه راز ډېر اغېزمن وي چې له اوله لوستونکی د کیسې تر اوج او بالاخره تر پایه ور سره بوځي.
که خبرې را ونغاړم، مالګه ښکلې لنډه کیسه ده او زموږ په ټولنه کې د يو شمیر پټو ستونزو د شته والي ښودنه کوي چې د کیسې د مجاز له پردې هه خوا هم سړی فکر کولو ته اړ ایستلی شي. دا دی د مالګې په برخه کې د خپلو پاسنیو څرګندونو د لا روښانتیا له پاره یاده کیسه هم را اخلم او نوره پریکړه تاسو ته پریږدم.
مالګه ( لیکواله : شریفه شریف)
نازوپه کورنۍ کې تر ټولو کوچنۍ وه. لا پنځه کلنه نه وه خو کله کله مو د نجيب کا کا دکان ته په سودا پسې ليږله . د نجيب کا کا دکان د کوڅې په بر سر کې و. خو هغه ورځ چې نازو د خپلې ملګرې کور ته په لار د نجيب کا کا د دکان له مخې تيريده ، نجيب کاکا د دې په ليدو د دکان له منځه د خپل ځای نه پاڅيد او دا يې له لستوڼي ونيوله ؟
- چيرې ځې جلۍ ؟ خيرت خو دی؟ راځه کلچې مې راوړي .
نازو څو شيبې بې ځايه هڅه وکړه چې لاس خلاص کړي ، خو پښې يې سستې شوې ، ورو يې وويل :
- ليلا کره ځم .
د نازو خبره لا نه وه ختمه شوې چې نجيب کاکا د مټو نه ټينګه ونيوله او د دکان منځ ته يې کش کړه .
- راځه راځه کلچې مې راوړي .
کا کا چې دا ويل غږ يې يو ډول ريږديده ، رنګ يې سور شوی و.همداسې چې د نازو لاس يې ټينګ نيولی و په بل لاس يې يوه دانه کلکه کلچه له شيشه اي بوتل څخه وايستلّّه او نازو ته يې ورکړه. نازو سر وښوراوه او لږ شاته شوه . خو مخ يې د دکان د پردې خوا ته اړولی و او د پردې يوې څنډې ته يې ځير ځير کتل .
د نجيب کاکا دکان چار کونجه و.په دوو خواوو کې د لرګو تاقچې وې چې پکې د ميوو د شربتو کاغذي قوتي ، دکالو د پوډور قوتي ، برقي ګروپونه او نور ډول ډول نوي او زاړه کاغذي او وسپنيز قوتي او د کالو ژيړ صابون کتارايښی و . د دکان په يو کونج کې د بوجيو يوه پرده ځړول شوې وه. له پردې سره يوه پسخانه جوړه شوې وه چې کا کا د لمانځه لپاره او کله کله ماسپښين د يوې سترګې خوب لپاره هلته ته. د د کان مخی ته ټوکرۍ يوبل ته نژدې دوه کتاره ايښودل شوې وې . بوره ، تور او شين چای ، ګوړه ، ماش ، لوبيا ، دال ، او نور ضروري شيان په همدې ټوکريو کې وو. د ټوکريو تر شا د نجيب کا کا د کيناستو ځای و. يو زوړ ترازو او څو تيږې هم د ټوکريو په څنګ کې وې.
د نازو دا پرده ډيره بده ايسيده. د پردې نه بوی ته. يو ډول د دوړو او خيرو سريښناکه بوی .هر کله چې به نازو مور د سودا پسې د نجيب کا کا دکان ته ليږله د نازو سترګو ته همدا پرده دريدله . د نجيب کا کا ټول دکان سريښناکه و چې د نازو په لمن او لسټونو پورې نښتی و. کله خو نازو دا چسپناکي ان په خپل فکر کې احساساوه او ترې نشوای جلا کيدی .
اوله ورځ چې نازو دا پرده ليده ټکنده غرمه وه. په کوڅه کې څوک نه ښکاريده. نازو مورمالګې پسې ليږلې وه . نجيب کاکا په دکان کې نه ښکاريده. نازو له ځانه سره بوګنيدله ، سندره يې بلله . په زوره يې غږ وکړ: – اې نجيب کا کا !چيرې يې ؟ مالګه راکه !
نجيب کاکا سر د پردې تر شا ښکاره کړ . نازو لږه حيرانه شوه . هيڅکله يې نجيب کا کا لوڅ سر نه و ليدلی . تل به يې يو لوی پټکې په سر و. دا وار يې سر لوڅ و. سترګې يې سرې وې . نازو يې چې وليده را مخته شو. شا و خوا يې کوڅې ته وکتل . هيڅوک نه و. خوله يې د شوخو هلکانو په شان وازه شوه . نازو ته يې په سترګګو وويل :
- ښه مالګه غواړې ؟
هو. مور مي ويل ښه سپينه مالګه راکه.
ـ راځه راځه چې ښه سپينه مالګه درکم.
نجيب کا کا دا وويل او د بوجۍ يوه څنډه يې پورته کړه او نازو ته يې د سر په اشارې د راتګ بلنه ورکړه. نازو حيرانه شوه . نجيب کا کا هيڅکله سودا د پردې شا ته نه ساتله نن يې ولې مالګه هلته ساتلې ؟ نجيب کا کا بيا غږ وکړ :
- راځه . ښه مالګه غواړې که نه ؟ که توره مالګه درکم ؟
نازو زړه نا زړه دکان ته وختله . له ځان سره يې وويل :
- مور مې څه ونه وايې چې ولي دکان منځ ته وختم. نه خو ښه مالګه راکوي .
د نجيب کا کا تر شا پسخانې ته لاړله .
دپردې تر شا يو کونج جوړ شوی و. نه ګردی و او نه اوږد . درې کونجه ځای و. يوازی يو خيرن پټو د زړې سترنجۍ پر سر پروت وه. نجيب کا کا کښيناست او د نازو خوا ته يې لاس وغزاوه. نازو وکتل . هيڅ شی نه و. مالګه به چيرې وي . نجيب کا کا داسې ورته کتل لکه وږی او تندې وهلی سپی چې د غپا زور ونه لري … په وازه خوله نفس نفس ووهي ؟ او درته ګوري .
- کومه ده مالګه ؟
- راځه کښينه . مالګه به درکم . نازو يې تر لاس ونيوه او کش يې کړه .
»»»»
نجيب کا کا په زوره وخندل . ژيړ غاښونه يې نازو ته دليوه غاښونو ته ورته ښکاريدل.
کا کا خپل پټکى پر سر کړ او د پردې څنډه يې پورته کړه . نازو ته يې اشاره وکړه چې ووځی . نازو زنګيدله . پښې يې سستې وې ، يوه خوا بله خوا لويده. اوښکې يې روانې وې ، شونډې يې رپيدې .
ـ چې و نه ژاړې . که مور دې خبره شي وژنې دي ، پوهيږې ؟ که خبره دې له خولې ووته خدای دې شرموي . شرم دی شرم . که بني بشر درباندې خبر شي ، بيا به ګورې چې څه تورتم درباندې لويږي؟
نازو غوښتل چې منډه کړي خو پښې يې درنې وې منډې يې نشوای وهلی . نجيب کا کا ځان په خپل ځای کې سمواوه .
فکر دې ونيسه د کلچو پر ميدو دې پښه کيښوده ، ګناه لري .
نازو ښکته وکتل پښه يې يوې خواته کړه اوله دوکان څخه ښکته شوه. د نجيب کا کا غږ يې په غوږو کې په نيمو شپه کې د لريو ليوو چيغو ته ورته راته .
مالګه دې واخله وا نجلۍ !
هغه ورځ پر نازو لکه کال تيره شوه . ماتې پيسې يې په ورغوو کې چسپناکه نښتې وې . ټول ځان يې چسپناکه و. ټوله دنيا خيرنه ا و چسپناکه ورته بريښيده. مور يې ورباندې په قار وه چې ځنډ يې کړی او مالګه يې نه ده راوړې.
هغه کرۍ ورځ نازو ژړل . له خدايه ډاريده .
»»»»»»
له هغې ورځی وروسته نازو د نجيب کا کا نه ويريدله خو چا ته يې نشوای ويلی . څو وارې يې زړه کې وګرځید چې هوسۍ ته ووايې بيا به يې د کا کا خبره ياديدله چې خدای به يې وشرموي . مور چې کله سودا پسې دکان ته ليږله نازو ورته په زړه کې ښيراوې کولې . مور نه يې بد راته. دهوسۍ نه يې هم بده راتله ، زمري سره خو هسې هم ورانه وه. ځان خو څه کوې . له هماغې ورځې راهيسې يې له خپل ځا نه کرکه کوله. خيرنه ، چسپناکه او بد بويه وه .
»»»»