
د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې خبرې، چې د امریکا او چین تر څارنې لاندې روانې دي، بې پایلې او بې ځایه هلې ځلې دي ځکه چې:
۱ــ د پاکستان د (i-s-i) سازمان د نوموړي هیواد له ملکي حکومتونو څخه بېله کړنلاره لري او تل یې خپل ملکي حکومتونه غولولي دي، دا ډول کړنې د پاکستان د استخباراتو پالیسي ده، داسې چې د پاکستان نظامیان یوازې د ګاډۍ د آسونو په شان په مخامخ او یوه لاره باندې روان او همداسې تربیه شوي دي، په دې مانا چې د افغانستان او هندوستان سره په دښمنۍ کې خپل ژوند تېروي او له موږ سره ورځنی کسب او کار، سل ډول دښمني ده.
۲ــ یو شمېر هغه طالبان چې په پاکستان کې یې کورنۍ اوسیږي تر یوې کچې پورې د مجبورۍ له کبله د پاکستان د استخباراتو تر غېز لاندې دي او هغه طالبان چې کورنۍ یې په پاکستان کې نه اوسیږي او له دوی سره یرغمل نه دي، هېڅ ډول اغېزه نه پرې لري او ځینې طالبان خو د دښمن په سترګه هم ورته ګوري، دغه ډول طالبان، د ایران، روسیې او نورو امریکایي ضد هیوادونو، د استخباراتو له ملا تړ څخه برخمن دي، چې ښه بېلګه یې طالبانو ته د الوتکو ضد توغندیو ورکول دي چې طالبان یې د (العمر) په نوم بولي او وایي چې نوموړې توغندې دوی جوړ کړي دي او په لږه موده کې یې څو باله چورلکې راوغوځولې او یوه امریکایې جټ الوتکه یې هم وویشتله.
۳ــ د پاکستان د ناوړه او غلط سیاست له امله، طالبان اوس د پاکستان له لاسه وتلي دي، په تېرو څلورو لسیزو کې د (ای، اس، ای) ادارې د استخباراتو له تکتیک او اصولو څخه خلاف کړنې ترسره کړې، دوی هغه بانډونه چې د افغانستان او هند پر وړاندې یې د وسیلې او وسلې په توګه استعمالول، له خپلې کچې څخه یې زیات وسلوال، پیاوړي او غښتلي کړل، چې له امله یې په یو دولتي ځواک بدل شول، نو (ای، اس، ای) ونه شول کړی چې د اړتیا په وخت کې یې خلع سلاح یې کړي او خپلې موخې پلي کړي، چې اوس د دوی پر وړاندې هم جګړبږي.
د دې پر ځای چې افغان حکومت د سولې پر خبرو باندې ځان وغولوي، خپل امنیتي او استخباراتي، په ځانګړي توګه هوایي ځواکونه دې پیاوړي کړي، خپل وخت دې په دا ډول بې مانا او بې پایلو خبرو باندې نه ضایع کوي، (سوله د هوسۍ په ښکرو کې ده) امکان نه لري چې دا ډول خبرې نتیجه ورکړي، له تېرو څلورو لسیزو تجربو څخه دې ګټه واخیستل شي، د ډاکټر نجیت الله د حکومت او پاکستان تر منځ د سولې پایلې دې یو ځل بیا وګوري چې یوازې د کاغذونو پر مخ باندې تورې کرښې وې، په عمل کې هېڅ نه وو او له امله یې د ډاکټر نجیب الله حکومت له منځه ولاړ.