
لومړۍ برخه
زما د ځینو ملګرو ډېر خوښېږي چې د خپلې دندې غورې وکړي. دوی هڅه کوي د خپلو دندو په اړه لافې ووهي. وروسته په همدې یوه اوونۍ کې بیا له هغو ننګونو شکایت کوي چې دوی د کار پر مهال ورسره مخ دي.
دا ډېره د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه ډېری کارکوونکي له خپلو دندو نا خوښ دي.
له پوهنتون د فراغت پر مهال د کاروبار یا سوداګرۍ پیل زما لپاره وروستی انتخاب و. ما یوازې غوښتل چې باثباته دنده او مناسب عاید ولرم. که مې رخصتي او د چکر فرصت درلودی، خو پاچا وم.
تر څو کاله کار وروسته مې درک کړه چې دا بخور و نمیر ژوند زما لپاره نه دی. د خپل کاروبار د پيل په اړه مې فکر شروع کړ؛ خو له ګڼو وېرو سره مخ کېدم.
لاندې شپږ هغه سترې وېرې دي چې زه ورباندې غالب شوم.
۱. له ماتې وېره
د دې تصور چې خپل هر څه- هیلې، خوبونه او پیسې د یوې نوې سوداګرۍ قربانۍ کړی، هغه هم یوازې د دې لپاره چې له ماتې سره مخ یې ووینی سخت دی.
څنګه پر دې وېره غالب شوم؟
زه مجبور وم چې بریالیتوب له سره تعریف کړم. درک مې کړه چې یوازې د مناسبې دندې او عاید لرل زما لپاره بس نه دي. زما لپاره بریا د خوبونو تعقیب او د اهدافو ترلاسه کول دي. په همدې وخت کې مې تشخیص کړه چې په اوسنۍ دنده کې پاتې کېدل مې ناکامي ده.
۲. له بې کفایتۍ وېره
د سوداګرۍ تر پيل وړاندې زما په سر کې یو غږ و چې ماته به یې ویل هېڅوک به مې خبرې جدي ونه نیسي، که پوه شي چې زما پخوا څه شی خوښېدل. دوی به ماته د یوه فریبکار په سترګه وګوري، د هغه څه له کبله چې زه پخوا وم. دغه غږ زه هڅولم چې هغه حالت قبول کړم، حتی که خپله دنده په سمه بڼه ترسره کولی هم نه شم.
پر دې وېرې څنګه بریالی شوم؟
ما عادت درلود فکر وکړم چې زما ځینې همکاران په طبیعي ډول پر نفس باور لري. دوی د بریالیتوب لپاره زېږېدلي دي او په دغه حقیقت کې نو هېڅ د خبرې ځای نه شته. وروسته متوجه شوم چې نه هر کس د بې کفایتۍ، نه خوندیتوب او بې ارزښتۍ احساس کوي.
همدا چې پیدا مې کړه ټول دا ستونزه لري، وېره مې په اوتومات ډول له منځه ولاړه.
ژباړه
نور بیا...
سرچينه: هميانۍ