زنداني

                    ليکوال : ګل رحمان رحماني
 
  که دازېرى ډېرنه لس کاله وړاندې پرې شوی واى نوشايدچې دزندان نه له وتلووړاندې به  يې له ډېرې خوښۍ ساه ورکړې وه خواوس چې دولسشمر دفرمان سره سم دهغه دزندان دېرش کلن ژوندپاى ته ورسېد نودده لپاره کومه نوې اوپه زړه پورې خبره نه وه .
ادم خان اوس هغه پخوانى ادم خان نه وو چې هره شېبه به يې کوراوبچيانوپه يادله سترګواوښکې روانې وې هغه اوس دابيخي هېرکړي وو چې هغه يووخت ديوې شتمنې کورنۍ غړى وواودښه ژوند خاوندووله زندان اودغه تکې تورې کوټې سره يې دومره عادت اخيستى ووچې نورنودازادژوندخيال هم ورسره نه وو له زندانه ورته وتل داسې ښکارېدل لکه څوک چې له خپلې معشوقې نه جدا کېږي ،دېرش کاله چې يوڅوک له خپلې کورنۍ اوخپلوانو ورک شي اودهغه غوندې په زندان کې عمرتېرکړي نودهغه زړه به خامخا ددردونوپه کرونده بدلېږي
  ولسمشربه خداى خبردکومې خوښۍ په وياړدغه مجرمين معافي کړي ووکنه هسې خواخترونه پخواهم تېرېدل خودادم خا ن غوندې زندانيانو ته يې رښتياهم کارکتلى وو
 ادم خان لاپه دغه ذهني کشمکش کې وو چې يوه سرتېري دروازه ورخلاصه کړه يوه جوړه جامې يې په مخ کې ورته وغورځولې اوپه خنداډوله لهجه يې ورته زياته کړه :
 _  پاڅه خېرنه  !اوس دې لکه چې کورته زړه نه کېږي ادم خان په رډورډوسترګو سرتېري اوبياجاموته وکتل خوهغه ورته بيايوقدم راوړاندې شو .
 هسې ولسمشرپه تاسې مردارخورومهربانه شو پاڅه په نيم ساعت کې جامې بدلې کړه کوټې ته بل زنداني راځي کوراوخپلوا ن به لرې،کنه بياپخواني يادونه درته تازه کوم دپخوانويادونوپه اورېدوسر ه ادم خان په ځاى کې رانېغ شو
 _ ځم صيب ځم ........هسې پښې مې لږدردکوي !
                                 ٭٭٭
په کلې کې سهاروختي شورماشورووهرچاداختر لپاره تياری نيوله دقربانۍ مالونوپه هرانګړاومال ځاى کې بغارې وهلې دجومات ملاصيب په لاسپېکرکې ويناکوله اوخلک يې ښوکارونواودقربانۍ فضليت اويودبل سره پخلاينې ته  رابلل په همدې شېبوکې يوډنګر وچ کلک انسان چې لويه خېرنه ږيره اوزېړرنګ يي لرلواودچرسي غوندې ښکارېده کلي ته ورننوت له شانه يوه ډله شوخ ماشوما ن ورپسې وواودلېوني لېوني نارې يي پسې وهلې
  ادم خان په دې دېرشوکلونوکې هرڅه هېرکړي ووخودخپل کلي نوم يي نه ووهېرکړى په ښارکې يي هم خپل پخوانى کورپيداکړ خوپيره دار ورته وويل چې دکورمالکان ټول داختر لپاره کلي ته تللي دي
 ديوه لوکس اوښکلي کوردروازه يي ټک ټک کړه په لومړي ځل يي په زړه کې سېک پيداشو زړه يې درزا پيل کړه دخپلې کورنۍ ددېرشوکلونوپخواني يادونه يي په ذهن کې وګرځېدل په سترګوکې يې اوښکې راماتې شوې ددروازې ددويم ټک ټک سره دانګړنه دچادپښوښکالواواز راغى اوبې له ځنډه دروازه خلاصه شوه يوه شل کلن ځوان ادم خان ته په کرکجن نظروکتل اوپه غوصه يي خبر ې پيل کړې
مردارخوره ولې زنګ نه وهې چې ددروازې رنګونه الوزوې نن ورځ دسوال اوسوالګر ۍ نه ده چې ته دلته ولاړيې وام ځه ددې ځايه ورک شه که نه دپسه په ځاى به دې قرباني کړم
 ادم خان يوقدم وروړاندې شو په شمېرلوالفاظويي خبرې پيل کړې :
وه ځوانه !ته زماخپل يې زه سوالګرنه يم خپل کورته راغلى يم ځوان وخندل اوزياته يې کړه
واه واپکه دادې لابله سپکه اوس دکوردعوه هم کوې وام ځه په جومات کې کېښنه چاى هم وڅښه اوخلک به پيسې هم درکړي ځه له دې ځايه دې دابده څېره دې ورکه کړه چې زموږ ماشومان به ووېروې !
   په سترګوکې داوښکوبهيررامات شواودځوان په اوږه يي لاسونه کېښودل
 بچوزه سوالګرنه يم ادم خان نه يم خپل کورته راغلى يم ځوان يوقدم تر ې شاته شواوپه شونډويي قهر جنه موسکاروغوړېده
    ځه خېرنه ددې ځايه ورک شه زماادم خان لالا خويي دېرش کاله وړاندې شهيدکړبيازه دومره  جاهل يم چې خپل ورورونه پېژنم په ټېلوټېلويي له دروازې نه لرې کړاودروازه يې بنده کړه
زړه يې دکاڼي په څېر کلک شوبېرته په راغلې لارروان شو دخپل کشرورورعظم خان خبرويې په ذهن کې شورجوړکړى ووپرلپسې تنديکونه يې خوړل لس پنځلس ګامه نه ووتللى چې له يوه تنديک سره په ځمکه راولوېداوله خولې يي سوررنګه وينې داره وکړه .
١٣٨٨ -٥-٢ چک وردګ خوات دره