
ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ واده په حقیقت کې هغه پیوند دی، چې له یوې ونې څخه بلې ونې ته وهل کېږي، که ښه شو، نو دواړه به مېوه ونیسي او که بد شو دواړه وچېږي .
۲ ـــ د یوه کس له پاره په زرو کې خپلواکي د ځان او نورو له پاره د هټۍ ( دکان ) ارزښت لري .
۳ ـــ مه توتي کېږه، چې د نورو خبرې تکرار کړې او مه بلبل کېږه، چې خپلې خبرې خوشې ضایع کړې .
۴ ـــ خپلواکي هغه جام دی، چې زرګونه وګړي یې د بد مستۍ او یو تن یې د مستۍ له پاره څکي .
۵ ـــ هغه عقیده چې خلک یې د ځان له وېرې ومني، پایښت نه لري .
۶ ـــ یوازې په ښکلا مه مین کېږه، بلکې په کمال هم مین شه .
۷ ـــ ته هڅه کوې، چې هوسا واوسې، مګر زه کوښښ کووم، چې نور تر ما هوسا وي .
۸ ـــ پوه انسان هغه وي، چې هېڅ عادت یې کوڼ او ړوند نه کړي .
۹ ـــ نېکمرغه هغه څوک دی، چې نه دی د چا په مړینه خوشاله شي او نه بل څوک د ده په مړینه خوښي څرګنده کړي .
۱۰ ـــ هېڅ شی د حریص له لمنې څخه پراخ نه دی .
۱۱ ـــ هرڅوک چې څه شي نه لري، نو هغه ته په رسېدو سره ځان نېکمرغه ګڼي .
۱۲ ـــ د بریالیتوب پرمهال، پوهان خپل دوستان او ناپوهان خپل دښمنان ډېروي .
۱۳ ـــ تېر وختونه د دې له پاره دي، چې انسان د خپلې راتلونکې له پاره، ترې د عبرت ډالۍ را پورته کړي .
۱۴ ـــ پوهان به تل له ناپوهانو او نېک خلک به تل له بدو سره پرتله کېږي .
۱۵ ـــ راتلونکې ته پام د دې لامل کېږي، چې انسان تل په خپل ځواک کې زیاتوالی را منځته کړي او د خپلې راتلونکې له پاره له هغه څه څخه ډېره وړتیا تر لاسه کړي، کوم چې نن یې ورڅخه ګټه اخیستې ده .
۱۶ ـــ د انسان د اخلاقو په منځ کې بخیلي او ټیټوالی، له عقل او منطق سره نږدې والی لري.
۱۷ ـــ نېکمرغي د ټولو له پاره یوه مانا لري : خیالي هيلو ته رسېدل .
۱۸ ـــ راځه داسې کار وکړه، چې نه زه له تا وژاړم او نه ته له ما .
۱۹ ـــ یوازې هغه کسان ستر دي، چې په پوهه یې زړه بایللی وي، نه هغه کسان چې د پوهې سوداګر وي .
۲۰ ـــ که غواړې، چې ما تېر باسې، باور وکړه چې ځان دې تېر ایستلی دی .
۲۱ ـــ کورنی ژوند د یوه شرکت په څېر دی، که په هغه کې د دوه شریکانو ونډه هرڅومره ډېره وي، نو د هغه شرکت ځواک او پایښت به زیات وي .
۲۲ ـــ څوک چې د ځان خوشالولو په خاطر له ځانه لاس په سر شي دا لویي نه ده، بلکې لویي هغه ده چې د نورو له پاره له ځانه تېر شې .
۲۳ ـــ یوازې هغه څوک چې هنر لري او د یوه کار د ترسره کولو وړتیا ولري، نو هغه کولای شي، چې په خپلې راتلونکې باندې ډاډمن شي .
۲۴ ـــ نېکمرغي او خوښي داسې کېمیا ده، چې یوازې په ماشومانو کې یې موندلای شو .
۲۵ ـــ د هغه څه په اړه فکر مه کوه، چې ترسره کړي دې دي، د هغه څه په اړه فکر وکړه، چې نه دې دي ترسره کړي .
۲۶ ـــ تر ټولو ټینګ او پیاوړی پیوند هغه تړاو دی، چې د مور او اولاد ترمنځ دی .
۲۷ ـــ ډېر بشري استعدادونه د مور او پلار د ناپوهۍ او غفلت په پایله کې له منځه ځي . که چېرې ماشومان آزاد پرېښودل شي او په یوه کسب پسې یې ولېږي، نو ډېر ستر خلک به ترې جوړ شي، مګر د رایې استبداد او یو ډول ځان غوښتنه، چې د هغوی په روزونکو او لارښوونکو کې شتون لري، هغوی ته یې د داسې یوه کسب یاڅانګې لارښوونه کړې، چې پرته له مینې او لېوالتیا یې منلې ده .
۲۸ ـــ د پلار مهمه دنده داده، چې نه یوازې خپل اولادونه د تېرې او اوسنۍ زمانې له پاره وروزي، بلکې د راتلونکې زمانې له پاره یې هم باید وروزي .
۲۹ ـــ نړۍ له هغه څه څخه ډېره ستره ده، چې وکولای شې د ځان له پاره یې ځانګړې کړې .
۳۰ ـــ د کامیابۍ ترټولو غوره راز دا دی، انسان چې څه وایي هغه کار وکړي، هغه څه وغواړي، چې نور یې نه غواړي او یا یې په غوښتلو کې تردید کوي .