له کاروباره د زړه سوړي کېدو د مخنیوي لارې/ دویمه برخه

 
دویمه او وروستۍ برخه

درېیم: له نورو کاروباریانو سره اړیکه جوړه کړئ
نوي کاروباریان په ځانګړي ډول هغه چې له خپل کوره کار کوي، د انزوا له جدي ګواښ سره مخ کېږي. ځینې وخت ښايي احساس کړی چې ستاسې کورنۍ او ملګري، هغه فشار چې تاسې ورسره مخ یې نه درک کوي. په ځانګړي ډول په داسې حالت کې چې له خپلو ملګرو سره د باندې د خوړو لپاره وتلي وی او هغوی ستاسې د کاروبار په اړه خبرو ته غوږ ونه نیسي.
د هر کوچني او نوي کاروبار لپاره د ملاتړو یو ګروپ ضروري دی. دغه ډول اړیکې د ملاتړ او په ځانګړو برخو لکه استخدام کې د مرستې لپاره ګټورې دي. که ساده ووایو تاسې له یوه داسې چا سره خبرو ته اړتیا لری چې لږ تر لږه پر هغه څه چې تاسې د شپې خوب ته نه پرېږدي پوه شي.
د دغه ډول شبکې د رامنځته کولو لپاره تاسې له خپلو همکارانو سره په اوونۍ کې څو ځله خبرې کولی شی یا هم د انټرنېټ له لارې د کاروباریانو له یوه بنسټ سره یو ځای کېدای شی.
څلورم: تمې مو له سره تنظیم کړئ
له کاروباره خلک په عمومي ډول په دوو دلایلو زړه سوړي کېږي.
الف: تاسې سخت کار کوی؛ خو هغه پایلې چې غواړی یې نه شی ترلاسه کولی.
ب: د ځان لپاره مو لوړې تمې ټاکلې او کله چې خپل هدف ترلاسه نه کړی، احساس کوی چې په بشپړ ډول ناکام شوي یاست.
پورتني دواړه حالتونه له ځانه د غیر واقعي تواقعاتو پایله ده.
تر څو کاله کار وروسته مې زده کړل چې څنګه خپل تمې او غوښتنې مدیریت کړم. ما اړتیا درلوده چې له نورو سره د خپل کاروبار پرتله کول ودروم. دغه راز مې باید د خپلې سوداګرۍ په اړه د نورو د افکارو له کبله تشویش ته هم باید د پای ټکی اېښی وی.
یوه بله خبره چې مهمه ده، هغه د حرکت دوام او د هر کوچني پرمختګ نمانځل دي، د دې پر ځای چې یوازې پر نیمګړتیاوو تمرکز وکړو.
پنځم: په فزیکي او رواني لحاظ د ځان خیال ساتل
د کاروبارونو د هغو بنسټګرو لپاره چې متواتر سخت کار کوي، خوب نه کوي او په کار کې دومره غرق وي چې ان د خپلو خوړو خیال نه ساتي کومه جایزه نه ده ټاکل شوې.
تاسې د دې لپاره چې د کاري فشار تر ووده ووځئ، د ځان خیال ساتو ته اړتیا لری.
د ځان په خیال ساتلو کې خواړه، تمرین، مراقبه او له کورنۍ او ملګرو سره د وخت تېرول شامل دي.
که تاسې د ډېری پانګوالو په څېر وی، نو د کار او لوبې ترمنځ توپیر به درته لږ وي. څومره مو چې له لاسه کېږي د ځان لپاره څرګندې پولې وټاکئ، که په کاري چاپیریال کې وي او که له کاري چاپیریال د باندې وي.
کار تاسې ته د استراحت لپاره زنګنال نه در کوي، تاسې ښايي د ورځې په نیمايي کې تفریح ته اړ شی او یا هم د اوونۍ په پای کې یوې ورځې دمې ته.
ستاسې نوی پیل شوی کاروبار مهم دی؛ خو په ژوند کې له کاروبار پرته ډېر نور کارونه هم شته چې باید ترسره یې کړی.