”جګړه مارو مو ژوند او خوښۍ اخیستي“

    په کليو کې د امکاناتو او اسانتیاو کموالی او نشتوالی نوې خبره نه ده. پخوا هم امکانات او د ژوند اسانتیاوې په کلیو کې لږ وې، خو بیا هم د کلي د رنګارنګیو، د کلیوالو د مینې او خلوص له برکته په کلیو کې ژوند په خوښۍ تېرېده، ځکه هر څه د اصولو، تړو، دودونو او ارزښتونو له مخې ترسره کېد. ټول ولس به هغو اصولو او ارزښتونو ته ژمن وو او ټولو به هغه پرځای کول، مګر وروستیو لسیزو او د دغو لسیزو جګړو، ناامنیو، دربدریو او خپلسریو د کلي خوښي، ښکلا، رنګارنګي، دودونه، ارزښتونه او هر څه ولوټل. احمدګل اکا، چې خپله رنځوره لمسۍ یې د درملنې په موخه راوړې وه، نو د شپې تر ډېره په پخوانیو کیسو او اوسنیو بدمرغیو وغږېدلو. هغه له انقلاب دمخه کلونه، شیبې او خاطرې یادولې. ویل  یې هغه وخت هم افغانستان ناچاره وو، وروسته پاتې وو، لوږه وه، فقر او ناچاري وه، خلک په ګېدو وږي او په تن لوڅ وو،خو بیا هم خوشاله وو، ځکه د نن غوندې ستونزې، بې موجبه مرګونه، قتلونه او بدبختۍ ډېرې نه وې. هغه ویل، همدا تېر اوړی کور کې غله خلاصه شوه، ځکه هلکان هم کور کې نه وو او زه هم د کروندې په کارونو سره بوخت وم، بازار ته مې لاس ونه رسېده، نو په هغه شپه ماشومان هم نیم نهار ویده شول، چورت مې هم خراب شو، په همدا سوچو کې خوب وړی وم. یو وخت د کلا د دروازې په ټکا له خوبه بیدار شوم. نیمه شپه وه، ورغلم او د کلا ور مې بېرته کړ، ګورم، چې یوه ډله خلک ولاړ دي دي، ځینو یې پوزونه تړلي او ځینو سره وسلې او توپک دي، سلام او ستړي مشې مې ورسره وکړل، ویل: هله! له لوږې هلاکېږو، هر څه چې کور کې وي نو ژر یې جومات ته راوړه! ما ویل، صاحب په خدای باور وکړئ، له تاسو به یې څه پټوم، چې ماشومان هم نیم نهار ویده شوي، کور کې ګرد اوړه هم نشته، نو په دې نیمه شپه به زه څه شی راوړم، کاشکې ورځ وای، له نورو به مو راپور کړي او تاسو ته پخ کړي وای. احمدګل اکا ویل، لا مې خپله بې وسي نه وه بیان کړې او لا مې خپلې خبرې نه وې تمامې چې په ګرېوان کې مې د دوی لاسونه پراته وو، څو ټکانه یې راکړل او نورو یې خپلې وسلې نېغې کړې،  فقط ته به وایې چې کوم مجرم یې نیولی دی. یوه یې ویل: پلمې مه کوه، په سپینه ږیره دروغ مه وایه، واضح ووایه چې له حکومته ډارېږې او که له نیازبینې ښځې دې وېرېږې او په دې شپه یې له خوبه نه شې ویښولی؟! دا یې وویل او شاته یې ټېله کړم، ویل: وه سپين ږېرې! موږ هسې هم ستړي او خون پوره یوو، که خپل ژوند او عزت غواړې، نو چټک لاړ شه او څه شی چې په کور کې وي، نو په څو شیبو کې یې جومات ته راوړه. احمدګل اکا خپله شمله ور پورته کړه، اوښلنې سترګې یې لومړی وزبېښلې او بیا یې په شمله ومږلې، سر یې دېوال ته تکیه کړ، ښه شیبه غلی وو، په رېږدېدلو لاسونو یې د چایو پیاله ور پورته کړه، ویل یې: پخوا داسې نه وو، پخوا کس په کس غرض نه وو، پخوا سپين ږیري خپل قدر درلود او تور ږیري خپل، اوس خو سپین ږیری او تورږیری پرېږده، په ښځو او تور سرو هم بند او واز نه دي. اوس نو کلي پی پاک خلاص دي، ځکه له یوې خوا بېکاري او بېچارګي ده او له بلې خوا د وسله والواو طالبانو ظلمونه، باج، عشر، زکات، مېلمستیاوې. لنډه دا چې په کلي کې ژوند له خپل ځان، خپلو اولادونو، خپلې کورنۍ او خپل ژوند سره لوبې دي، ځکه هغوی نه د چا د ژوند په کیسه کې دي او نه د چا د عزت. په مازې خبره مرګونه او قتلونه کوي، د یو او بل په خبرو او شیطانیو خلک په نیمه شپه له کوره باسي< په هره خوا یې چې زړه وي له ځانه سره یې بیا یي، که څوک ورسره زور او یا له تګه انکار وکړي، نو هملته د کور مخته یې وهي، څښوي او کشوي یې، حتی ولي یې، ضربه کوي dX. ډېر یې همدغسې بې موجبه مړه کړل. ډېر یې له کورونو بوتلل او په کندو او دښتو کې یې په وهلو وهلو برناحقه مړه کړل، حتی په مرګ او ژوند یې هم څوک خبر نشول، د ډېرو غوښې د هوا مرغانو او د غرو ځناورو وخوړلې. ببرې څڼې به یې پرېښې وي، خیرنې او بدرنګې قوارې به یې نیولې وي، لکه پېریان ناڅاپه به را نازل شي، لکه د مرګ پرښتې چې وي ، ټول کلی په وېره او واویلا کړي، هر یو له ځانه سره همدا دعا کوي، چې خدایه په خیر یې له کلي او کوره ورک کړې. دوی ځاونو ته د مجاهد او طالب خطاب کوي. د جهاد د نوم یې صدقه کړې، ټول بې لارې سره یو ځای شوي دي، لمونځ یې نه زده، ښه یې نه زده بد یې نه زده. جهاد خپل اصول لري، مجاهد خپل خوی، چلند او اخلاق لري، مجاهد کله بې موجبه خلک ځوروي؟ مجاهد کله بې وخته د چا کور او در ته درېږي؟ مجاهد کله د سپین ږیرو، تورږیرو او تور سرو بې عزتي کوي؟ لنډه دا چې د مجاهد او د طالب نوم یې بد کړ، اسلام او جهاد یې بدنام کړل.  دا یو عذاب دی چې خدای تعالی د افغانستان په خلکو نازل کړي دي. خدای تعالی دې په خپل فضل او کرم دغه عذاب نور دفعه کړي، ځکه چې نور خلک خون پوره دي، نورې د خلکو اوږې د جنازو له وړلو ستړې دي او نورې د خلکو د غم او ویر اوښکې وچې دي، نور څوک د دوی د خپلسریو او ظلمونو تاب نه لري، نور نو غیبي رحم پکار دی. په کلیو کې د وسله والو طالبانو او جګړه مارو ډلو ظلمونه او وحشتونه انتها ته رسېدلي دي. همدغو بدمرغو جنګي ډلو له یوې خوا په کلیو کې د انکشافي پروژو او د خدماتو د عرضه کولو مخه ډب کړې او له بلې خوا یې په خلکو اسمان راښکته کړی دی، خلک نه ژوند ته پرېږدي او نه هم کار او روزګار ته. حتی کلیوال ځوانان په زور او رضا له ځانه سره ملګري کوي، بې لارې کوي یې ، غلا،لوټ او بې لارۍ ته یې هڅوي او هم له خلکو څخه د عشر، زکات، خیرات او مرستو په نوم په زور باج اخلي.