
ژباړه
لومړۍ برخه
له کاروبار سره فشار ملګری دی. له ځمکې د یوې سوداګرۍ پورته کول سخت کار غواړي او د کاروباریانو له تجربو ښکاري چې موږ باید د خستګۍ منلو استعداد ولرو.
تاسې به هم له ځینو خلکو اوېدلي وي چې وايي کاروبار « ماراتن» دی، نه عادي منډه. ددې معنا دا ده چې په دې برخه کې ستاسې بریا په استقامت او دوام پورې تړلې ده.
لاندې پنځه هغه لارې دي چې تاسې بریا ته تر رسېدو وړاندې له زړه سوړي کېدو ساتي.
لومړی: د لومړیتوبونو ټاکل زده کړی
دا مهمه نه ده چې تاسې په کومه برخه کې کاروبار پیلوی؛ خو د کاروبار د پيل په اړه څو عام واقعیتونه دا دي: وخت محدودی او په همدې محدود وخت کې باید ډېر کار وکړئ. هر نوی پیل شوی کاروبار د منابعو محدویتونه لري، له همدې کبله تاسې اړ یی چې ځان ته لومړیتوبونه وټاکئ.
د سوداګرۍ د جوړولو پر مهال په طبیعي ډول تاسې له هر فرصت څخه د استفادې کولو ته لېوالتیا لری. زه خپله د سوداګرۍ د پيل پر مهال په دې برخه کې له ملامتۍ سره مخ شوې یم.
کله مې چې کاروبار پیل کړ د هر ډول تبلیغاتو او شراکت وړاندیزونه به مې منل او د خبرې کولو لپاره به مې هېڅ فرصت له لاسه نه ورکاوه.
تر ډېر وخت وروسته په دې پوه شوم چې بریا د هر کار ترسره کول نه دي، بلکې د هغه کار ترسره کول دي چې مهم دی.
دویم: پر هغه څه تمرکز وکړه چې خوښېږې دې
په لومړیو کې ښايي یوازې د کاروبار پیل ستاسې مالي ستراتیژي وي او له همدې کبله تاسې اړ یې چې هر کار په یو ډول ترسره کړی. تر څه مودې وروسته به درک کړی چې ځینې کارونه داسې دي چې تاسې ورسره مینه لری او نور مو بیا لږ هڅوي.
که د خپل وخت ډېره برخه پر هغو کارونو تېروی چې مینه نه ورسره لری، هېڅکله به له خپلې دندې سره مینه پیدا نه کړی.
نور بیا...
سرچينه: هميانۍ