
آزاد وم آباد وم چـــــا غــــــــــــــــولولی نه شوم
د غلیم سترګو کې اغزی وم چا ویستلای نه شوم
ومـــــــــــــــه نړۍ کې پیژندلی سر بلند مبارز
ومه ولاړ په هر میدان چا غورځولې نه شوم
اوس چې مې لاړه زندګي زه له هر چا شومه هېر
په تور لــــــحد کې ومه پروت ولاړیدلې نه شوم
مــــــــــــــا به وهلي ول سرونه د غلیم بچیانو
مرګي وم داسې زه تړلې جګیدلې نه شوم
ډیر مې وکړو فریادونه چا مې غږ نه واوریده
د میت په ژبه بازمحمده زه پوهېدلې نه شوم
بازمحمد منګل