څه شی مونږ ملي وحدت ته رسوي؟

 
داچې افغانستان د مختلفو قومونو او قبیلو څخه جوړ هیواد دی کوم چې عبارت ده د پښتون ، تاجک ، هزاره ، ازبک ، ترکمن ، پشه یی ، براهوي ، قزلباش ، او داسی نور قومونه ، ددې قومونو ترمنځ مشترکات او اختلافات شته خو متاسفانه کوم مشترکات چې ټولو قومونو ته شامل ده په هغه ډول چې لازم ده توجه ورته نده شوې ،داچې کلونه کلونه کیږي زمونږ سیاسون مشران رهبران او ملت د ملي وحدت نارې وهي او په ظاهره کې خلکو ته ښکاره کوي چې د افغانانو ترمنځ ملي وحدت شته او ملي وحدت پالي ولې په باطن کې بیا خبره دارنګه نده ، هغه ځکه چې که چیرې د دغو قومونو ترمنځ وحدت او یوالی وای نو اوس به مونږ د دومره سترو مصیبتونو او مشکلاتو سره مخامخ نه وای په اصل کې ددغو قومونو او قبیلو ترمنځ دومره جدي ستونزه نشته یواځې سیاسیون دي چې نه پریږدي  ددغه قومونو ترمنځ په واقعي او رښتنې ډول ملي یووالی قایم شي هغه ځکه چې که چیرې د افغان ملت ترمنځ په وافعې ډول یووالی ټینګ شي نو بیا د دوی د سیاست بازار او د دوی هغه غولونکې مشري چې همیشه یې ددې لارې څخه خپله شخصي ګټه لاسته راوړی ده د مشکلاتو سره مخامخ کیږي او بیا دوی ته نور څو ک د رهبر په سترګه نه ګوري . کله چې هم د ټاکنو یا بله کومه ملي مسله رامنځ ته کیږي نو بیا همدا تش په نامه سیاسی رهبران خپلو قومونو ته مراجعه کوي او ورته په ذهن کې پیچکاري کوي چې نور قومونه زمونږ او ستاسو دوستان نشي کیدای  خلص داچې نور قومونه ورته دښمن معرفي کوي ترڅو اوبه خړې او ماهیان پکې ونیسي او خپل ځّان هدف ته ورسوي .
د مقدمې څخه نور تیریږم رازم مستقیماً خپل بحث ته هغه داچې څه شی کولې شي چې مونږ په واقعي ډول ملی یووالی ته ورسوي چې په لاندې ډول ترې یادونه شويده .
۱ علمیت  لکه څرنګه چې وایې بې علمه انسان د ړوند په شان وي  دا خبره واقعیت ده  که چیري زمونږ په هیواد کې علم عام شي اود هیواد ټول وګړي  مو د علم په جامه سمبال شي نو بیا په ډیری اسانی سره کولی شو چې قومونو سره متحد کړو ځکه کله چې علم عام شو نو بیا زمونږ خویندی او ورونه د نورو قومونو د حقوقو څخه خبریږي او ددي په معنی هم پوهیږي چې وایې ( ولقد کرمنا بنی ادم ) چې په دې حقیقت  پوهیدل علم ته ضرورت لري  . او بیا زمونږ تش په نامه رهبران نشي کولې چې دغه قومونه په خپلو تشو تبلیغاتو ، مکر او چلونو نفاق ته وهڅوي او ددوي ترمنځ درز پیداکړي  ، فعلاً چې کوم مشکلات وجود لري یواځنی علت همدا بې علمي ده چې ډیرۍ هیوادوال مو هر څه په پټو سترګو قبولي او خپل ګټه او نقصان نشي سنجولۍ..
۲ تحمل او زغم  مونږ او تاسې ټول پدې پوهیږو چې انسان یو عاجز او د اشتبهاتو سره مخ مخلوق ده او په دنیا کې به هیڅ داسې انسان پیدانکړې چې اشتباه ورڅخه نه وي شوي که هر څومره یو انسان ځانته پوه ووايې اویا هم لوړ تعلیم وکړي نو بیا هم د اشتباه سره مخ وي . نو  دافغانستان د قومونو وګړي هم انسانان دي او د اشتباهاتو سره مخامخ دي نو هر کله چې د یو قوم د یو فرد څخه اشتباه وشي نو پکارده چې نور قومونه او د قوم مشران یې وبښي او توصیه ورته وکړي ترڅو هغه خپل اشتباه رفع او په اینده کې د بل داسې اشتباه مرتکب نشي ، ولې که چیري د بل قوم فرد علطي وکړي او نور قومونه د هغه ون بښي اومقابل کې د تشنج څخه کار واخلي نو همدا ده چې د قومونو ترمنځ اختلافات ورځ تربلي زیاتیږي او کمیږي نه نو باید چې دداسې مسایلو په مقابل کې د زغم او حوصلې نه کار واخلو لکه چې الله ج فرمایلي ( ان الله مع صابرین ) ترجمه : الله ج د صابرینو سره دی او دهغوی ملګری وي .
۳ یو دبل کلتور اوفرهنګ ته درناوی   داچې مخکې مو وویل چې افغانستان د مختلقو قومونو څخه جوړ هیواد دی نو خامخا به دغه قومونه د مختلف مذهب ،  فرهنګ  ،  رسم او راجونو درلودونکی وي  نو په افغانستان کې د میشت قومونو ترمنځ د ملي یوالی د تحقق اوتامین لپاره داضروري ده چې  یو دبل مذهب او کلتورته درناوی وکړو .
۴ راشه درشه  د انسانانو ترمنځ د مینی او محبت د زیاتوالې سبب ګرځي  . لکه څرنګه چې په اسلام کې یو انسان په بل انسان باندې پنځه حقونه لري  هر کله که دغه پنځه حقوق په ټولنه کې مرعات شول نو لرې نده چې د ټولو انسانو ترمنځ به شته مشکلات له منځه لاړ شي اوددوی ترمنځ به د مینې اومحبت فضا رامنځ ته شي  ، فعلاً مونږګور چې اکثره قومونه د یوبل په خوشحالۍ او خفګان  کې ګدډون نه کوي پښتون وایې دا هزاره ده زه يې په مړي که ګډون نه کوم هزاره برعکس خو دغه مشکل بیا هم زمونږ مشرانو پوري اړه لري که چیرې په ننګرهار کې کومه دردونکې مسله رامنځ ته شي او زمونږ د تاجک یا هزاره ورونو مشران هلته سفر وکړي او دهغوی په غم کې ځان شریک وګڼي نو مقابل جانب به ته یو  احساس پیداکیږي اوغواړي چې هغه هم ددوی په مشکل کې ګډون وکړي ، نو همدا ده چې ملی یوالی د قومونو ترمنځ تحقق پیدکوي .
۵ د پردیو نه منل  په طول د تاریخ کې مونږ وکتل او ګورو چې زمونږ ګاونډي او دسمې هیوادونه کوشش کړی او کوشش کوي چې دافغانستان د قومونو ترمنځ نفاق رامنځ کړي او پلاخره خپل نامشروع غوښتنې تحمیل کړي مونږ په  طول د تاریخ کې ولیدل چې زمونږ ګاونډي هیوادونه په مختلفو طریقو کوشش وکړ چې د افغانستان د ولسونو په منځ کې درز پیداکړي خو بیا هم زمونږ ولسونو دوی ته غاښ ماتونکې ځواب ورکړ او خپل نسبي وحدت یې له لاسه ورنکړ  چې ښه مثال یې په همدې شپو او ورځو کې د داعش لخوا د ځینو هزاره ورونو د سرونو پریکول وه چې له دې طریقه دښمن کوشش کوه چې د افغان ولسونو ترمنځ نفاق ته لاره هواره کړي خو خوشبختانه کامیاب نشول . نو ښه ده چې د ملی یوالی د د تحقق لپاره د پردیو توطیوته منفی او غاښ ماتونکی ځواب ورکړو.
۶ د رهبرانو شخصي عقدو پسې نه تلل  دا تاریخ ثابته کړیده چې په افغانستان کې نش په نامه رهبران د خپلو شخصي اهدافو او واک ته درسیدولو لپاره د قومونو ترمنځ نفاق نه استفاده کړ یده  ځکه چې ددوی په اند د قدرت ته رسیدو لاره یواّځې د قوم مشري ده دلته تعلیم لیاقت او استعداد هیڅ معنی نه ورکوی او ورته توجه شویده ، متاسفانه چې دایو ډیر بد فرهنګ زمونږ په هیواد کې پاتې شویده  نو لکه څرنګه چې مخکې مې وویل چې الله ج ټول انسانان مکرم پیداکړي او عزت یی ورته ورکړی نو که چیري د همدې خبري په تائید د خپلو تش په نامه رهبرانو شخصي عقدو پسې ونه ګرځو  نو لرې نده چې واقعې ملي یوالی به ژر ټینګ شي .
۷ ګډ مشترکاتو پالل  درسته ده چې افغانستان د مختلفو قومون څخه جوړ هیواد ده ولې دا باید له یاده ونه باسو چې ددغو قومونو ترمنځ ګډ مشترکات وجود لري  چې یو دهغوی څخه د هیواد استقلال ده چې د غازی امان الله خان په په کال ۱۲۹۸ کال کې ترلاسه شوي ده چې دایواځې دیو قوم پورې اړه نلري اودا ټولو قومونو ګډ مشترکات دې او چې باید فخر ورباندې وکړي مونږ ګورو چې اکثره قومونه یې د یو قوم پورې محدود کوې او  واېې چې د اد یو قوم ازادي ده مونږ یې نه لمانځو چې دایو نادرسته او غیر معقوله خبره ده  که یو هیواد ازاد وې او د استقلال لرونکی وې ټول وګړي یې ازاد وې او په نړۍ کې دیو ازاد انسان په سترګه ورته کتل کیږي او خلک یې احترام کوي  او یا هم د کرکټ او فوټبال ټیمونه چې دا د یو د افغانستان په استازيتوب او د افغانستان د بیرغ لپاره په نورو هیوادونو کې لوبې کوي او  افتخارات یې د یو قوم پورې اړه نلرې دا د ټول افغانستان افتخارات دي نو باید چې ورباندې ویاړوو  او قدر یې وکړو نو همداددې د بعث ګرځي چې د قومونو ترمنځ واقعي ملي یوالی ټینګ شي .
۸ ملي منافعو ته  په شخصي منافعو ترجیح ورکول داچې د هیواد ملې منافع د ټولو قومونو پوري اړه لري اوهریو د ملي منافعو په ساتلو مکلف دی  نو د ملې یوالی د تامین لپاره یوه ښه لاره د ملي منافعو څخه په مشترک ډول ساتنه ده او هریو یې باید د خپل مسؤلیت وګڼو  .
داچې بحث  اوږد نه شي نو د بحث د لنډیز په خاطر مې د یو څو مهمو موضوعاتو  څخه یادونه وکړه داسې نور زیات موضوعات شته چې مونږ ملي یوالې ته رسولی شي .
په هیواد کې د واقعي ملي یوالی د ټینګیدو په هیله