بیرغ او څو خبرې:

 
ډیره موده کيږي داستان نه لیکم، ډیره موده وشوه چې په داستان مې هم څه ندي ليکلي، هر سهار چې دفتر ته راځم په بيړه ورځپاڼې اړوم چې په روانو حالاتو حتماً زما یوه یا دوې مقالې لري له همدې امله دی چې د پخوا په څیر نه په ویب پاڼو کې او نه هم په ورځپاڼو کې په ادبي برخو پسې سترګې اړوم، خو نن سهار مې د ایمیلونو له لوستلو وروسته ویب پاڼو ته سر ورښکاره کړ، د بیرغ په نوم په یوه لنډه کیسه مې سترګې ولګېدې، څه شیبه وروسته یو څه ته متوجه شوم چې حیران يې کړم او هغه دا چې کیسه زما د مسافرې  خور په قلم لیکل شوې، عنوان يې هم ورته بیرغ غوره کړی، سوچ مې وکړ چې هرومرو به یو څه له ځان سره لري، ځکه بیرغ د هیواد د مینې او ښو احساساتو له نښو نښانو را نیولې د مړينې او غم او نهیلۍ تر نښانو پورې هره معنی ښندي نو په بیړه مې هم ځکه ولوسته چې د هغې احساسات، مسافري او د لیکنې ډول به حتماً د بیرغ په چورلیځ هر بحث که د ښادۍ او ښو احساساتو وي؟ او که د نهیلۍ او د غم او ویر د احساساتو به وي؟ نو ښه به يې پسلولی وي.
کیسه په ځانګړي قوت ډیره ښکلې پیل شوې وه، له لومړي سره هغه د کنجکاوۍ او پلټنې حس سړی نه پریږدي چې څو کرښې ترې ونه لولي، په لومړیو کرښو کې د یوه بهرني هیواد د نامه په لوستلو سره او د فرهنګونو د توپیر د نازکیو د موندلو لپاره که هم وي نو له لوستلو يې سړی نه ستړی کيږي.
په څو راتلونکو کرښو کې له يوې ښې انځورګرۍ او جوخت له ښکلي او ډیر طبيعي ډیالوګ سره سړی مخ کيږي چې دا هنر هم سړی نه پریږدي چې د کیسې لوستل پريږدي، تر ډیره هم دا ډیالوګ او د خبرو اترو منطقي او طبيعي تسلسل ډیر په زړه پورې وو.
ښکلي موقعیتونه او ځایونه په منطقي او ښکلي ډول تشریح شوي وو چې ډیر په زړه پورې وو، د بېلګې په توګه هغه کور چې د پورې غونډۍ پر سر دی له هرې زاويې انځور شوی حتی کله چې انځورګر په بس کې هم هغې خوا ته کيني چې له هغې زاويې ښه انځور ایستل کيږي پوره په زړه پورې دی.
د عمر، مينې، طبيعت او په زړه پورې دود او کلتور ښکلي مفاهیم په داسې منطقي او طبيعي ډول په کیسه کې رانغاړل شوي وو چې په لوستلو يې ذهن اړ کيده چې په داسې موضوعاتو فکر وکړي چې په هر حال کې يې نه شي کولای او يا يې نه کوي.
د بیان هغه روانه او آسانه ژبه چې کیسه یې لري سړي ته حوصله ورکوي چې ډیر ولولي؛  زه خو خپله یو داسې ډول عادت لرم چې که بل څوک زما د پېچلو جملو غوندې جملې وليکي هیڅ به يې ونه لولم، خو د بیرغ ژبه هومره ساده ده چې هر څومره يې لولې په ښکلې انځورګرۍ او ښکلو مفاهیمو يې د سړي تنده نه ماتيږي.
یوه بله موضوع د بیان په ډول کې دا ده چې څومره سړی خلاص مټ ولري چې له هرې موضوع سره اړیکه ونیسي؛ پرته له دې چې فکر وکړي دا موضوع په کیسه کې یاده کړم که نه کړم، په ډیر ساده ډول له سپین سرې ښځې، خپلو ماشومانو او خاوند سره په دې یوه موضوع خبرې او را نقلول يې هنرمنده ژبه غواړي او هغه ایده چې کیسه يې پنځولې هسې په هنر سره لکه تار غځېدلې او پېیل شوې چې کم کسان به يې وکولای شي او د ټولو موضوعګانو تمرکز په اصلي ایده کې دی چې په خپله مورنۍ ټولنه کې یې یوه ځانګړې بدبختي په کې په نښه کړې.
هغه نهیلي چې په ريښتیا سره يې د افغان ټاټوبي هر ويښ وګړی لري ډیر پټ درد دی؛ زه خو خپله په هغو درسونو کې چې لولم يې، په هغه مطالعه کې چې لرم یې، په هغه چاپیریال کې چې پکې زده کوم او یا هم هغه تجربې چې تر اوسه مې د ژوند له هسکو ټیټو  راسره درلودلې دي او بیا کله په خپله ټولنه کې یو دود نقد کړم دا خو څه کوې چې له بل چا سره يې شریک کړم خپله يې د بیان جرات نه لرم؛ ځکه شرایط هسې دي.
خو د بیرغ لیکوال څرنګه کړي؟ په ډیر هنر يې موضوع په نښه کړې؛ که فرض کړو ما دا پیغام خپلو لوستونکو ته رسولای خو د خپل عادت له مخې به مې ژر ژر سرچينې لټولې او له لنډ تحقیق وروسته به مې مقاله پرې پیلوله؛ که حقیقت ووایم نو هم به یې ثواب وای هم خرما؛ مګر زما پیغام به نیغ وای او که یوه افغان لوستلای هم نو په پای کې به یې راته ویل: ځه خوار شې په دې ستوغو ستوغو جملو اوس موږ ته نصیحت کوې!
خو د بیرغ د کیسې له لوستلو وروسته هغه جمله چې زما په خوله راغله داوه: آفرین، ډیر ښکلی او اړین پیغام په ډیر ښکلي او خواږه ډول او داستان کې!
اوس هر څه بدل شوي؛ د داستانونو لوستونکي هم له هغه څه ډیر د يوې کیسې له لوستلو غواړي چې پخوا به يوه لوستونکي غوښتل، اوس که ووايم چې هر څه د نوي کېدو په حال کې دي مبالغه به نه وي؛ د هر څه لوستل نوي دي او موږ ډیری په نوو پسې سرګردانه یو.
له بیرغ سره زما کار هم دلته خلاص شو؛ وروستۍ جمله به يې لیکوال ته وي؛ زه خو د خپلې تجربې له مخې لیکم چې که ما په ریښتیا هم کیسه لیکلې وای اوس به بې شکه چې ما خپل لوستونکي درلودای او هغه بدلون چې یو لیکوال يې په خپلو لیکنو سره په خپل مخاطب کې راوړل غواړي یا هم هغه احساسات چې غواړي په خپل لوستونکي کې يې رامنځته کړي او یا هم هغه هر اړخیز اغیزونه چې په خپل لوستونکي يې درلودل غواړي زه به اوس له هغو نه وم نهیلی خو هغه جدا بحث دی؛ اصل بحث د بیرغ د ليکوالې دی چې موږ يې کیسې له ډیرو اوږدو ځنډونو وروسته لولو او داسې باید نه وي؛ د هغې لوستونکي اړ دي چې وخت ناوخت يې کیسې ولولي خو هغه نه ليکي، زما خو به خپله غوښتنه دا وي چې دا رنګ ليکوالان چې خپل سبک، خپل کاري ډول او خپلې ځانګړنې لري نو خپل وخت دې ليکنې ته هم ورکړي؛ زما خپله خو د تمې سترګې هغو لیکوالانو ته نه دي چې اوس هر کاره دي، په هره برخه کې ښکیل دي خو ځينې لیکوالان چې يواځې داستان او یا هم ورسره ډیر نږدې نور ژانرونه کاروي له هغوی جدي غوښتنه دا ده چې فقط ډیر وليکئ! موږ يې لولو او په تمه یو!
دا چې زما خبرې د نازو پسرلي په (بیرغ) کیسه هسې تشې ښکاره نه شي دا دی یاده کیسه هم دلته راوړم څو هم خوند ترې واخلۍ او هم زما پاسنۍ څرګندونې یوه عملي بڼه ونیسي.
 
بيرغ (لنډه کیسه)
لیکواله/ نازو پسرلی
د ناروې بسونه په خپل وخت راځي. په تمځاى کې چې يې کوم وخت ليکلى وي ډير کله په هغه وخت رارسيږي. د تل غوندې وخته ورغلم. بس ته لا لس دقیقې پاتې وې په یوې اوږدې څوکۍ کښېناستم. د سړک په هغه بله غاړه دغونډۍ په سر مې د زامنو ښوونځي ته کتل. تر څنگ يې سپین رنگى کور په ونو کې پټ راښکارېدۀ.
 
ښوونځي ته مې په مينه کتل. په کوچنیوالي کې مې له ښوونځي څومره بد راتلل خوړزما اولادونه برعکس په ډیرې خوشالۍ مکتب ته ځي، دوى يې دومره يادوي چې زۀ يې هم پرې مينه کړې يم.
 
په سپين کور تل د ناروې بيرغ ځوړند وي. په دليل يې نه پوهيږم. اول مې ويل
کوم دفتر به وي. خو چې پوښتنه مې وکړه ويل يې هسې شخصي کور دى. عجيب په وطن مين خلک راښکاره شول. نن يې  بيرغ نيم ځوړند و. سودا راولوېده چې ولې به يې بيرغ نيم ځوړند وي.
 
د کور په ننداره وم چې یوه سپين سارې مې څنګ ته کښیناسته په خندا يې راته وویل :
هاي !
ما هم له خدايه بنده غوښت چې یو څه مجلس ورسره وکړم. هاى مې لا نه و کړي
چې ويې ويل:
 
نن ښه لمر دى.
هو ښه لګیږي.
 دې راته وخندل:
 لکه چې د ناروې له ژمي ډیره ناراضه او ستړې....
يه، ژمى  خپل خوند لري
راته ېې وخندل:
 ریښتیا وايې، پوهیږې ما ۸۷اوړي د سترګو په رپ کې تیر کړي ، خداي خبر
باقي عمر به څنګه په منډه کې وي.
 
ميرمن د خبرو تږې وه، د يوې يې سر کاوۀ د بلې پاى، وار يې نه راکاوۀ چې د
نيم ځوړنده بيرغ پوښتنه وکړم. د دې پرله پسې خبرو او د ژغ قوت يې زړۀ ته
راتېره کړه چې دا ښځه به کم له کمه  شل کاله نور هم  د ناروې له ښایسته
طبیعته خوند واخلي. راته ويل يې:
 
خاوند مې نن د سمندرغاړې ته تللی، وايي غواړم د اوبو له ژغ او څپو خوند
واخلم، خو زه ورسره نه ولاړم اوس پښیمانه یم چې ولې مې هغه نهیلی کړ.
سر يې وښوراوه او ځمکې ته ېې کتل لکه خپله پښېماني چې راته انځوروي خو ورسره یوڅه غلې شوه.
 
ما ته خداى راکړه، سپين کور ته مې کتل ومې پوښتله:
په دې کور ولې دا بيرغ نيم ځوړند دى؟
خاوند به يې سمندر ته تللى وي.
 
ښځه له خندا شنه شوه. سپين کور ته يې ښه په ځير وکتل. بيا يې وويل:
خداى خبر، څوک يې مړۀ شوي نه وي، يا به د چا تلين وي. مينه بد شى ده.
لا مې د دې د خبرو په منطق فکر کاوۀ چې دې بيا وويل:
 
  پوهیږې زما خاوند د پنځه نوي کالو دی، نن چې مې دهغه خبره ونه منله
خپه شوم، د ژوند ډیر ښه ملګري یوو موږ په مینه واده کړی، په مینه مو
ژوند کړى، که خداى کول په مینه به په یوه ورځ مرو.
 
بس راغی سپين سارې تر ما مخکې ودرېده، ويې ويل :
ځه نو تر بیا!
 
په دې پسې بس ته وختلم. هغه لور ته کښېناستم چې سپين کور او نيم ځوړند
بيرغ يې لا راښکارېدۀ. ما ويل د زامنو له ښوونکو به يې پوښتم چې پر سپين
کور ولې بيرغ نيم ځوړند دى. بس چټک رهي و. بل تمځي ته يې پر وخت ځان
رساوۀ.
 
ماښام مې له زامنو وپوښتل هغوى نه ول خبر، تلويزيون کې مې خبرونه تعقيب
کړل د سپين کور پر بيرغ هيڅ نه و. خاوند مې راته وويل:
 
بيرغ په يوۀ پړي پورته کوي، پړى به يې خراب شوى وي.
 
زۀ يې نه منم، يو نه يو څه شوي دي، ښايي د سپين سارې ميرمنې خبره سمه وي،
د چا تلين به و يا به يې کوم عزيز سترگې پټې کړې وي. خاوند ته مې وويل:
 
  که موږ په وطن کې دغه دود کولى بيرغ به مو تل نيم ځوړند واى.
 
هغه ويدۀ شوى و.
اوسلو، ناروې
د جون ٢٣ مه ٢٠١٢
نازو پسرلی
 
 نور بيا ...