
ولی ټول د نړۍ طاقت لرونکو هیوادونو چې په سر کې یې امریکا ده، دومره په ځیر ورته متوجه دي؟
ترهګر څوک دي؟
افغانستان د ښه موقیعت په درلودلو سره نړیوال دې ته وهڅول جې دوی باید په افغانستان کې نظامي حضور ولري. نظامي حضور په یو بل هیواد کې دا په خوښه نا ممکنه ده، نو له دې لپاره یوه ښه لاره او پلمه د ترهګرو پروژې جوړول وه چې جوړه یې کړه، چې نن له دې پروژې څخه په هر هیواد کې چې د دوی ګټې او اهداف وي ترېنه استفاده کوي. نو افغانستان یو له همدغو هیوادونو څخه ده.
طالب او داعش دا د دوي دې پروژې مهم عناصر دي.
او زمونږ همسایه هیوادونه یی کلک ملاتړی دي. .افغانان نه ترهګر دي نه ترهګري خوښه وي، دا د بهرانیو جنګ ده چې زموږ هیواد یې تباه کړ د خپلو شومو اهدافو لپاره.
افغانستان د ښه جغرافیایی موقیعت او لویو معادنو قربانی کړ، او کوي یی.
زموږ اکثرأ رهبران او مشران د خپلو شخصي ګټو لپاره حقیقت نشی بیان ولی.
زما په اند دا جنګ امریکا او د هغو متحدانو ګرم ساتلی دی.
ترهګر مسلمانان ندي ، لوی ترهګر امریکا او متحدان یې دي چې په زرهاوو مسلمانان یې وژلې او وژنې یي.
اسلام د سولې او وروروالۍ دین ده، د بی ګنان خلکو وژل یې حرام ګرځولي دي.
بازمحمد منګل