سي بي آر، یو ښه خو ستونزمن فرصت

 
په افغان دولتي ادارو کې د سوپر سکېل، تخنیکي سلاکار او داسې نورو په نامه تر دې مهاله له یو شمېر کسانو په داسې ډول کار اخیستل شوی، چې تر دولتي مامورینو یې معاشونه ډېر او د کار ډول توپیر لري. دوی چې باید په نوې اداره او ټکنالوژۍ پوه وي له دولتي مامورینو سره د مهارتونو په لېږدولو کې کار کوي او اداري سیستم کې نوې ټکنالوژۍ او مدیریت دودوي. په پیل کې موخه داوه، چې نوموړي کسان به د څو کلونو په لړ کې دولتي مامورینو ته مهارتونه لېږدوي او ترڅنګ به یې تر ډېره بریده دوی هم دولتي سیستم ته جذبېږي، چې تر دې مهاله یاد کار نه دی شوی. لامل یې دادی، چې دغو کسانو یا خو د معاش په اخیستو بسنه کړې او نور کسان یې نه دي روزلي یا هم داسې شوي، چې په اړونده اداره کې دولتي مامورین یا ددې توان نه لري، چې په نویو مهارتونو سنبال شي یایې هم نه غواړي. ددې ترڅنګ یادو متخصصو کسانو هم له دې امله، چې په دولتي سیستم کې جذبېدو سره یې لوی معاشونه له لاسه وځي، لاهم زړه دې ته نه دی ښه کړی، چې په عامه اصطلاح انکشافي معاشونه پرېږدي او عادي اداري سیستم ته شامل شي.
حکومت له تېرو څو کلونو راهیسې ددې ستونزې د حل کولو لپاره مختلفې لارې چارې وکارولې، د تخنیکي همکارانو ملي پالیسي جوړه شوه، چې پر بنسټ یې د معاش، معاش اخیستونکي او د هغه د مهارتونو ترمنځ د یوه تناسب پر بنسټ معاش ورکول کېږي، ددې ترڅنګ په لوړو څوکیو د نویو متخصصانو او همدې کسانو د جذب لپاره د سي بي آر پروسه پیل شوه، چې دامهال د یوې مهمې اداري پروژې په سترګه ورته کتل کېږي.
سي بي آر په دې ورځو کې د ولسمشرۍ او نړیوال بانک د کارونو په راس کې واقع ده، له همدې امله او د سي بي آر د ژر تر ژره عملي کېدو په نیت هم شاید وي، چې جمهور رئیس د یوه ځانګړي حکم او د کابینې د ځانګړې مصوبې بر بنسټ د وزارتونو د لوړپوړو چارواکو د ګومارنې دنده او صلاحیت وزارتونو ته ورکړ. اوس هر وزارت کولای شي خپل اړتیا وړ بستونه د سي بي آر لړۍ لخوا اعلان، شارټ لېست او ډک کړي او هغه کسان د نویو رئیسانو او چارواکو په توګه وټاکي، چې د سي بي آر اصول یې غوښتنه کوي. په دې برخه کې د ولسمشرۍ، کابینې او بل هر چا نیت ډېر ښه او مثبت دی، خو متاسفانه د بل هر کار په شان په عمل کې له جدي ستونزو سره مخامخ دی.
افغان دولتي ادارې لاهم د بېلابېلو سیاسي، ژبنیزو، قومي او سلیقوي تړاوونو ښکار دي او ترڅنګ یې لاهم زموږ په سیستم کې پرېکړې او ګومارنې د استعداد او توانمندۍ پر بنسټ نه کېږي. ددې ترڅنګ د سي بي آر پروسې د ښه تطبیق او په کې د کېدونکو سرغړونو په موخه جدي نظارت یاهم باصلاحیته نظارتي اداره نشته. همدا اوس په یوه وزارت کې یوه مهم ریاست ته تر اوسه دوه ځله د سي بي آر امتحان اخیستل شوی، وړ کس په کې له پامه غورځول شوی او هغه کس رامخته شوی، چې تر ټولو کمزوری خو د وزارت له مشرتابه یا چارواکو سره یې اړیکي و. په همدې امتحان کې ناکامو شویو کسانو دوه ځله ددې امتحان پر وړاندې اعتراض کړی، نتیجه لغو شوې او بیا امتحان اخیستل شوی، خو هیچا هم دا پوښتنه نه ده کړې، چې په ازموینه کې چا لاسوهنه وکړه، ولې سر غړونه وشوه او امتحان به څو ځله نور اخیستل کېږي.
د سي بي آر په اړه اندېښنې په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې دغه پروګرام لاهم بشپړ نه دی پیل شوی او چېرته چې عملي شوی هم دی جدي پلټنه یې نه ده شوې. نوموړی پروګرام د نړیوال بانک په شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره عملي کېږي او په هیواد کې د بشري سرچینو د ودې او تنظیم ډېر ښه چانس دی، خو چې څو ټکو ته په کې کتنه وشي.
لومړی دا چې له دې امله، چې له کلونو راهیسې یاد پروګرام لاهم نه دی عملي شوی، باید په ټولو ادارو کې پیل او بشپړ شي، ځکه چې نه عملي کېدل یې سلګونه میلیونه ډالر زموږ له کاره اېستلای شي.
دوېم، د عملي کولو په برخه کې دې جدي نظارت موجود وي. د ادارو کړنې، قضاوتونه او ګومارنې باید په همغه ډول، چې د ولسمشر غوښتنه ده تر سره شي.
درېم داچې د شکایتونو او شکایتونو ته د رسېدو یوه با صلاحیته اداره موجوده وي، داسې، چې که په کوم ځای کې واقعا حق تلفي یا نا قانوني شوې وي، یوازې د امتحان په لغو کولو دې بسنه ونه شي، بلکې سر غړوونکي کسان باید تر عدلي او قضايي څېړنو لاندې ونیول شي
وروستی داچې ټولو اداراتو ته یو ځل بیا ور په یاد کړل شي، چې یوازې د لیاقت، کفایت، د ادارې د اړتیا او له ستر خدایه د وېرې پر بنسټ چارې پرمخ بوځي او د هیواد موجوده اداري ستونزې ددې ښه فرصت پر مټ پای ته ورسوي.