کرېکټ زمونږه ژوند دی!

 
 
د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم د نړیوالو شل اوریزو لوبو په لړ کې نړیوال حیران کړل. د لوبو په لومړي پړاو کې درې سر په سر ګټې او د کرېکټ د نړیوالې شورا (آی سي سي) پوره غړیتوب لرونکي هیواد زمبابوې ته یوه بله ستره ماتې هغه څه دي، چې نړۍ یې یو ځل بیا د افغان کرېکټ په اړه ويښه کړه او د هر چا پام یې ور واړاوه. په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې د افغانانو لوبېدو یوازې دا نه، چې په نړیواله کچه زموږ د حضور بهانه جوړه کړې، بلکې دننه په هیواد کې یې هم د میلیونونو انسانانو پر شونډو موسکا خوره کړې او خوښۍ یې را بښلي دي.
د تېرې جمعې شپه د ننګرهار په شیرزي لوبغالي کې یوه نرۍ پرده را ځړېدلې وه، چې د یوه کوچني پراجکتور رڼاو یې پرمخ د افغانستان او هانګ ګانګ ترمنځ سیالۍ ژوندي تصویرونه جوړول. په خلاصه فضا کې دې ولاړې پردې د سلګونو هغو ځوانانو او زلمیو سترګې ځان ته اړولې وې، چې په دې ولایت کې یې د تېر کال ټولې شوې بدې پېښې یا په سترګو لیدلي یا یې له نژدې په اړه اورېدلي دي. د ننګرهار ددې سټډیوم فضا د هر مخالف لوبغاړي په اوټېدو او د هر افغان لوبغاړي په شپږیزه او څلوریزه سندریزه کېدله او زلمیو بې اختیاره اتڼونه ورته کول.
د ننګرهار په شان ولایت کې، چې د وخت بدو معاملو د تر ټولو بدو پېښو مرکز ګرځولی او هره کوڅه یې د یوې یا دوو بریدونو خرابې لري، د ځوانانو دې خوښیو سړي ته بل ډول احساس ورکاوه، آن دا چې که دې هېڅ هلته پاتې کېدل نه غوښتل، دې خوښیو پر ځای کېنولې او نندارې ته یې اړ وېستې. په هغه سټډیوم کې ښايي داسې ځوانان هم و، چې د خپلې کورنۍ نژدې غړي يې له لاسه ورکړي، ښايي داسې کسان هم و، چې خپله د خطر پر کرښه ولاړ و او داسې هم ډېر و، چې هره شېبه یې د بدې پېښې شونتیا لیدله، خو سترګو یې بل څه نه لیدل او زړونه یې پر بل څه نه تپېدل.
د ننګرهار دې لوبغالي په یوه وخت کې د ټول افغانستان تصویر ښوده، داسې چې هر افغان په دې شېبه یو نوم اوري او یو نوم په خوله اخلي، کرېکټ کرېکټ کرېکټ! کرېکټ دا مهال د افغانانو لپاره د مرګونو په خرابو کې د ژوند بڼه خپله کړې ده، دې لوبې د هیواد شمله لوړه کړې او په نړیوال ډګر یې زموږ د ولس د مثبت تصویر کرښې رسم کړې دي. اوس زموږ کرېکټ نړیوال شوی، لوبډله مو د ۲۰ اوریزو لوبو د تر ټولو سترو ټیمونو پر وړاندې ولاړه ده، بالران مو د ډېرو سترو بېټونو پر وړاندې توپونه اچوي او توپ وهونکي مو د ډېرو قوي بالرانو هیلې په څلوریزو او شپږیزو ځوابوي. ولس دې معاملې ته د ژوند د معاملې په سترګه ګوري، ولس ویاړ ورباندې کوي او ولس باور پرې لري.
ولس دې حالت ته په دې هیله خوشبینه ناست دی، چې د سیاست د ډګر لوبغاړي مو د کرېکټ لوبغاړو لږه سلنه بریا هم خپله کړي، لږ تر لږه د متعهدو ټیمونو په توګه ولوبېږي او د هیواد د پرمختګ، ثبات او ښه کولو لپاره له ځان ځانۍ او ناوړه سیاستونو مخ واړوي.
کرېکټ زموږ ژوند دی، کرېکټ زمونږه ویاړ دی!