غزل

 
څه به دې د زړه د کوټې ور در ټکوم حسنه!
بس د هوس آس به مهار کړی ګرځوم حسنه!
 
راشه له زړګي نه مې ستا ټول يادونه وتوږه
دا تنور د بل چا په لاسونو ګرموم حسنه!
 
دومره درد پاللی شم او دومره آه ايستلی شم
ورځ بېګا کوم حسنه او شپه سبا کوم حسنه!
 
ورک مې کړه پيدا مې کړه سينې پورې مې ونيسه
زړه در توروم حسنه او ځان درګرانوم حسنه!
 
ستا د سرو غومبرو حرارت ته مې نيولی دی
زړه مې ستا بڼو کې همېشه کبابوم حسنه!
محب الرحمن محب