غزل

 
زوړ غم اوړه شو، تازه غم زړه کې کرم ګلابه
ناست يم د خپل ورغوي ليکې ورانوم ګلابه
 
د سپين ټيکري د دېوالونو تر شا مه درېږه
په دې دوزخ کې له ما مه نيسه غنم ګلابه
 
د چا په خيال کې د يوې شپې اوسېدو لپاره
د چا له زړه نه همېش کډه باروم ګلابه
 
د ګرېوانه د نښتېځلو وس را پاتې نه دی
په خپلو سترګو کې مړې اوښکې تويوم ګلابه
 
ته لکه ساه، لکه اوبه، لکه د خدای ورکړه
زه لکه خپله جنازه په اوږو وړم ګلابه
 
+ محب