
غزل
چې سوې څړيکې مې له خپلې تنې نه وباسم
پوه شه چې زړه مې سلامت د چا له زړه وباسم
ناست يم د چـــــــا له خوشبويۍ نه ګلابونه تراشم
ناست يم له سپينو-سرو غومبرو يې سکاره وباسم
زه په غليم باندې لــــــــــه ځانه کسات نه اخلمه
له خپل زړګي نه مې د خپل زړګي کاته وباسم
د هغې مستې لېونۍ ډول ته پايڅې ټولوم
عقله! له خپلې ککرۍ نه مې واښه وباسم
زړه در پرېږدم، درد در پرېږدم، ازار يې هم درپرېږدم
ستا پـــــــــه لېـــــــــــمو لېمې ګنډم، ترېنه باڼه وباسم
* محب