
څنګــــــــــه تیاره ده توپانونه، لار لیدلی نه شو
په چپه خوله یو ټول ولاړ څوک پوهولی نه شو
د پوهې خلک رانه ورک پیدا کولی یې نه شو
په رڼو سترګو یو ړانده حق پرې لیدلې نه شو
څومره بد بخته او بدمرغه یو زما خوږو ملګرو !
په شته مخلوق کې وطن دوست پیدا کولی نه شو
څنګـــــــــه وېده یو د غفلت او ناپوهۍ په خوبو
داسې خوب وړي یو چې موږ راوییښیدلی نه شو
افسوس افسوس دي زما ګرانو افغانانو وروڼو !
په توره نر په غیرت نر خو اتفاق سره کولی نه شو
څومره بدرنګه زنده ګي شوه په تیارو کې ګیر یو
الله تیارې راته رڼا کړه نور داژوندزغملی نه شو
بازمحمد منګل