بېکاري بدمرغي ده

    بېکاري د هرې بدمرغۍ مور ده. په هره ټولنه کې چې کاري زمینې لږ وي، نو بېکاري او بدبختي به په کې زیاته وي. په لویه کې افغانستان او په افغانستان کې کلي او کلیوالي سیمې یې ښې بېلګې دي. د افغانستان او په ځانګړي ډول د کلیوالو سیمو ډېرو ناخوالو او نادودو ته که ځیر شو، نو د ګڼو نورو لاملونو تر څنګ یې یو عمده لامل د خلکو وزګارتیا یا بې کاري ده. د افغانستان کلي او ښارونه چې سره پرتله کړو، نو د کاري زمینو او د ځان بوختولو د وسیلو له پلوه ښارونه نسبت کلیو ته غنیمت دي، ځکه چې کلیو کې نه کاري زمینې شته او نه هم د ځان بوختولو وسیلې لکه مطبوعات، کتابونه، انټرنیټ، تلویزون، لوبغالي، ورزشي کلبونه، کسب، کار او نور ډېر هغه څه چې په ښارونو کې پرېمانه دي، خو په کلیو کې یې څرک او درک نشته. کاري زمینې او یا د ځان بوختولو وسیلې یوازې له حکومتونو مه واره د ولسوو او افرادو په وس هم پوره دي.  یانې نوښتګر انسانان په ځانګړي ډول هغوی چې له وزګارتیا ځورېږي، نو د دغه ځور د مخنیوي لپاره حتماً ځانونه په یو څه بوختوئ. دغه انسانان هم نېکمرغه دي او هم د نورو په پرتله صحتمند وي، نېکمرغه په دې دي چې له خپل کار سره یې کار وي، ډېر وخت یې له خپل ځان سره تېرېږي د نورو په ښو او بدو چندان غرض نه لري. دوی د یو منظم او ورځني پلان له مخې خپل ژوند مخته بیایي او د خپل ژوند له ډېرو وړو وړو شیبو هم ډېر خوند اخلي. مګر بېکاره او وزګار ځوانان بیا داسې نه دي، هغوی کرۍ ورځ په سوچونو، خیال پلاونو او یا هم نورو ته د کندو په کېندلو او د نورو په سپکو سپورو خپل وخت تېروي. په هغوی دنیا راټنګېدلي وو. هغوی تل خشن، زړه تنګي، قهرجن، مایوسه، نهیلي او بد چلنده وي. دغه بېکاره او وزګاره ځوانان نه ځانته خوښي ورکولی شي او نه یې په نورو پیرزو کېږي. دوی تل د کینو او عقدو ښکار وي، دوی تل همدا هڅه کوي چې څنګه د نورو خوښۍ واخلي او څنګه نور هم د ځانونو په څېر بدمرغه کړي، ځکه دوی ته نه خپل ژوند څه مانا لري او نه هم د بل ژوند. ژوند تل په دوی غمېدلی وي. د دغه وړ افرادو او ځوانانو د زیان کچه دومره لوړه وي چې د وخت په تېرېدو سره ان د نورو ژوند ګواښي، حتی د چا په مرګ او ژوند هم بند او واز نه وي. اکثره یې بې لاریو لکه غلا، د نشه یي توکو استعمال، د خلکو ځورولو، لوټ او وژلو ته مخه کوي. نن سبا په کلیو کې اکثر روزګار ځوانان د افغانستان د دښمنانو د لاس الې او وسیلې دي. په اکثره سیمو او کلیو کې دغه بېکار ځوانان په ډېره اسانۍ د وسله والو مخالفینو لیکو ته جذبېږي، ځکه چې په کلیو کې د ژوند د اسانتیاو او د عاید د سرچینو د نشتوالي، د کرنیزو ځمکو او کروندونو د کموالي او کاري فرصتونو د نه شتون له امله د عاید د پیدا کولو غیر قانوني لارو ته هم مخه کوي. وسله وال مخالفین د دوی له نا اهلۍ، ناپوهۍ او کوتاه فکرۍ څخه د خلکو پر ضد هر ډول ګټه اخلي. لومړی یې په خپل کلي او سیمه کې لوبوي. داسې کارونه پرې کوي، چې ښه یې د نورو په منځ کې بې باوره او بدنام کړي، بیا نو د همدغه بېکاره او وزګار ځوان  پر مټ د سیمې خلک ځوروي، خلکو ته مزاحمتونه ایجادوي. کلنګونه او عشرونه پرې ټولوي. برمتې پرې کوي. نورو ته یې ځای بې ځایه نېغ نېغ کوي. خلک پرې تهدیدوي ان تر دې چې د ځینو کسانو د وهلو، تښتولو او وژلو پلان هم ورکوي. د افغانستان د اکثرو کلیوالو سیمو او کلیو د ناامنۍ لوی لاملونه بېکاري او یا په اصطلاح همدغه وزګار ځوانان دي، خو حکومت او په ځانګړې توګه مسوولې ادارې او اشخاص په ډېره اسانه کولی شي، چې دغه وزګار ځوانان د دښمن له انحصار او ولکې څخه را وباسي او د خپلو خلکو او ولسونو په ګټه یې وکاروي. د بېلګې په توګه د دوی لپاره دې کاري زمینې ایجاد کړي. داسې کاري زمینې چې هم د کلیوالو ځوانانو لپاره یوه مناسبه بوختیا شي او هم د رزق پیدا کولو یوه ښه لاره او وسیله. د بېلګې په توګه حکومت غواړي چې د یو کلي لاره، کارېز او یا کوم بل څه ورغوي، نو د ماشینونو او ترکتورونو پرځای دې دغو ځوانانو ته لومړیتوب ورکړي او هغوی دې بوخت کړي. د یو منظم میکانیزم او سیستم له لارې دې هغوی ته واړه پورونه ورکړي، تر څو د خپلې خوښې یو کار او روزګار پرې مخته بوځي. همدارنګه کولی شي چې دغه ځوانانو ته د حرفوي زده کړو او د کسب او شغل د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي، داسې شغل او کسبونه چې په ټولنه کې یې اړتیاوې زیاتې وي او د کورنۍ لپاره یې د عاید یوه وسیله شي. حتی مسوولین کولی شي چې د وزګارو ځوانانو په منځ کې په معیار پوره او وړ ځوانان د دوی وړتیاو ته په پام د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې تنظیم کړي او د هېواد او خپلو خلکو د دفاع او خوندیتوب په لاره کې یې په کار وګوماري او د وطن ساتنې او وطن پالنې په عالي او ملي روحیه یې وروزي. بله لاره یې داده، چې حکومت دې د ښارونو او کلیو تر منځ د ژوند د کچې، وسایلو او خدماتو اوسنی شته توپیر له منځه یوسي. په کلیو کې دې برېښنا، انټرنیټ او د ورزش لوبغالو او وسایلو ته پاملرنه وکړي. له دې سره به هم د خلکو د ژوند کچه ښه شي، هم به یې معلومات زیات شي، هم به د بوختیا ګڼې وسیلې ورته برابرې شي، له خپلو ښارونو سره به یې اړیکې پیدا شي، له ښارونو او نړۍ سره د اړیکو له برکته به د کلیو وزګار ځوانان له منفي کړنو، فکرونو او چلندونو څخه را واوړي. په ښوونخیو کې دې ورزش ته پاملرنه زیاته شي. یانې هم دې په کتابونو کې د ورزش یادونه ډېره شي، هم دې د ورزش ساعتونه زیات شي او هم دې مسلکي ورزشکاران د ورزش د ښوونکو په توګه وګومارل شي، تر څو دغه مسلکي استادان او ورزشکاران خپل زده کوونکي د ورزش په ګټو او ښېګڼو پوه کړي او بېلابېل ورزشونه ورسره تجربه او پرې عملي کړي. لنډه دا چې د بېکاري او وزګارتیا د له منځه وړلو پرېمانه او اسانه لارې موجودې دي، که حکومت، اړوندې ادارې او مسوولین ورته پاملرنه وکړي، نو هم به یې خپل ځوانان له بدمرغۍ او بدبختۍ ژغورلي وي. هم به یې د ټولنې او هېواد د امنیت، ثبات او خوندیتوب په برخه کې لوی ګام اخیستی وي. هم به یې د کلیوالو ځوانانو په روزنه، پالنه او هغوی ته د کار او خدماتو د پیداکولو په برخه کې چې د حکومتونو له اساسي دندو او مکلفیتونو څخه دی د پام وړ رول ترسره کړی او تر ټولو مهمه لا دا چې کلیوالو او وزګارو ځوانانو ته د پاملرنې له لارې به یې د ښاریانو او کلیوالو تر منځ اوسنی شته واټن له منځه وړی وي، د دوی تر منځ بدبیني به ورسره ختمه شي، د ښاري او کلیوال تر منځ مینه ، یووالی او خواخوږي به ورسره وغوړېږي.